د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر ۱۰ مه تایید کړ چې محافظه کار سیاسي فعال او لیکوال، چارلي کرک مړ شوی دی.
په ښاغلي کرک د یوتا وېلي په پوهنتون کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال په سټیج باندې ډزې شوې.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټولنیز رسنۍ تروت سوشیل کې لیکلي، "ستر او حتی افسانوي، چارلي کرک مړ شو. هیڅوک په متحدو ایالتونو کې د ځوانانو په زړونو د چارلي په پرتله ښه نه پوهیدل."
چارلي کرک په محافظه کاره ځوانانو کې په ځانګړې توګه په تعلیمي ادارو کې ډیر محبوبیت درلود.
نوموړي د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ولسمشر ټرمپ کلک ملاتړی و.
په ټولنیزو رسنیو باندې خپاره شوي ویډیو کلیپونه ښیې چې کرک د یوتا وېلي پوهنتون په یوه لویه غونډه کې وینا کوي چې له شا څخه ډزې اوریدل کیږي، داسې برېښي چې په غاړه ویشتل کیږي.
دا روښانه نده چې څومره ډزې یې پرې شوي دي.
ټرمپ د ۳۱ کلن کرک یاد ته درناوی وکړ او په خپل تروت سوشيل کې یې ولیکل: "هغه په هرچا ګران و، په ځانګړې توګه په ما، او اوس هغه نور زموږ په منځ کې نشته. میلانیا او زه د هغه د ښکلې میرمنې، ایریکا او د هغه کورنۍ ته خپل تسلیت وړاندې کوو. چارلي، موږ له تا سره مینه لرو! "
ټرمپ د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې وویل: "د چارلي کرک د یاد د درناوي په توګه، د هغه واک له مخې چې ما ته د امریکا د اساسي قانون او قوانینو له مخې د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه راکړل شوی، زه امر کوم چې د متحدو ایالتونو بیرغ به په سپینې ماڼۍ او ټولو عامه ودانیو او ځایونو، په ټولو پوځي اډو او د فدرالي حکومت په ټولو سمندري بېړیو کې تر سپتمبر ۱۴مې نېټې پورې نیم ځوړند وي. "
دغه حکم د امریکا د بهرنیو چارو ټولو سفارتخانو، کونسلګریو او پوځي تاسیساتو ته هم لیږل شوی دی.
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې رییس کش پټیل وویل چې یو شکمن کس نیول شوی و او له تحقیقاتو وروسته خوشی شوی دی.
پټیل وویل چې په دې اړه نور مالومات به ژر شریک کړي.
د متحدو ایالتونو سیاسي مشران د سیاسي تاوتریخوالي په غندلو کې سره متحد شوي، او دوی د کرک د وژنې په اړه خپل د غمرازۍ پیغامونه وړاندې کړي.
د کرک د مړینې په اورېدو سره، مرستیال ولسمشر جي ډي وینس یو لنډ پیغام خپور کړ چې پکې لیکل شوي "خدایه، هغه ته تلپاتې آرام ورکړه."
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې هغه او میرمن یې جینټ "سخت غمجن شوي دي".
مارکو روبیو په ایکس باندې په یوه پوسټ کې لیکلي "د امریکا د راتلونکو نسلونو لپاره د چارلي کرک ژمنتیا او د وطن پالنې احساس به د راتلونکو لسیزو لپاره انګازې وکړي. څښتن دې چارلي او د هغه کورنۍ ته صبر ورکړي".
د استازو جرګې مشر مایک جانسن ویلي چې دا وژنه "په بشپړ ډول ویجاړونکې ده."
جانسن په ایکس باندې په یوه پوسټ کې لیکلي "چارلي یو نږدې او باوري ملګری و. ډیر خلک به د هغه نشتوالی په ژوره توګه احساس کړي. ".
جانسن زیاته کړه "هر سیاسي مشر باید په لوړ او روښانه ډول دا تاوتریخوالی وغندي. زموږ دعاګانې د هغه د میرمنې او کوچني ماشومانو ته سره دي. "
د استازو جرګې د اقلیت مشر حکیم جیفریز د کرک د مړینې له تایید څخه مخکې په یوه پیغام کې وویل چې سیاسي تاوتریخوالی "هیڅکله د منلو وړ نه دی."
د اریزونا سناتور مارک کیلي وویل چې دا خبر چې چارلي کرک په یوتا کې د وینا پرمهال په ډزو ویشتل شوی "ټکان ورکونکی او وحشتناک دی."
هغه وویل: "دا د سیاسي تاوتریخوالي یوه بیلګه ده چې زموږ په هیواد کې هیڅ ځای نلري."
د جمهوري غوښتونکو د ملي کمېټې مشر جو ګروټرز له ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو وغوښتل چې د محافظه کار فعال چارلي کرک د ډزو په غندلو کې سره راټول شي.
کرک د ټرننګ پواینټ امریکا (Turning Point USA) بنسټ ایښودونکی دی، چې یوه غیر انتفاعي موسسه ده او په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په سیاست کې د ګډون ملاتړ کوي.