د ChatGPT چټبوټ تر شا ولاړ شرکت OpenAI وايي چې د امریکا د امنیت او تبادلې له کمېسیون (SEC) سره یې په لومړي ځل د عامه کیدو لپاره په پټه غوښتنلیک سپارلی دی.
د مصنوعي ځیرکتیا دغه شرکت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یو محرمانه S-1 فورمه یې OpenAI ته سپارلې ده خو لا یې د دې لست کولو دقیق وخت نه دی ټاکلی، او زیاته یې کړه چې د عامو خلکو لپاره د دې شرکت مارکیټ ته وتل "کېدای شي لږ وخت ونیسي، ځکه ځینې کارونه شته چې د خصوصي شرکت په توګه یې ترسره کول اسان دي. "
دغه شرکت ویلي چې دا اقدام ورته دا اختیار ورکوي چې که اړتیا وي، په راتلونکي کې ژر هم عامه بازار ته داخل شي.
د اسهامو بازار ته د داخلېدو له لارې OpenAI کولی شي عامه خلکو ته سهمونه وپلوري او احتمالاً میلیاردونه ډالر پانګه راټوله کړي، خو په بدل کې به باید د خپلو مالي چارو او د محصولاتو د پلان په اړه لا زیات شفافیت هم رامنځته کړي. مخکې د Open AI
وروستي تمویل پړاو شاوخوا ۸۵۲ میلیارد ډالرو ارزښت لرلو. دغه شرکت له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ۱۸۰ میلیارد ډالرو زیاتې پانګونې راجلب کړې، خو لا تر اوسه ګټه نه کوي.
دا اقدام وروسته هغې وشو چې سیال شرکت Anthropic د جون په لومړۍ نیټه ورته محرمانه دوسیې سپارلې وه. د Claude چټبوټ جوړوونکی Anthropic په وروستیو کې شاوخوا ۹۶۵ میلیارد ډالرو ارزښت لرلو.
دا دواړه شرکتونه داسې مهال عامه بازارونو ته د تګ په لور حرکت کوي چې تمه کېږي د ایلان ماسک د شرکت SpaceX په همدې اونۍ کې سوداګري پیل کړي. سپیس ایکس داسې عامه عرضې ته چمتووالی نیسي چې ارزښت یې شاوخوا ۱.۷۷ ټریلیونه ډالر اټکل شوی او که بشپړه شي، نو دا به له یو خصوصي شرکت نه عامه شرکت ته د تاریخ تر ټولو لوی اړول وي