چین د سکس لپاره هوښیارې نانزکې جوړې کړې

تولیدونکی شرکت وايي د دغې نانزکې ډېر پېرودونکي مجرد ځلمیان

د چین د اګزدال شرکت داسې زېرکې نانزکې تولید کړې چې هم د جنسي مقاربت لپاره کارول کیږي او خبرې هم کولی شي.

د اګزدال شرکت وايي د دغو نانزکو د تولید یو علت د زړو او ډېر عمر لرونکو نارینو زیاتوالی دی. په چین کې د ښځو په پرتله نارینه ۳۳.۶ میلیونه زیات دي. چین له څو کلونو راهېسې د "هرې کورنۍ لپاره یو ماشوم" تګلاره لري او کورنۍ هم تر لوڼو ډېر زامن خوښوي.

دغه نانزکه "ژیاودای" نومیږي او تولیدونکی شرکت یې وايي هڅه کوي په راتلونکي کې یې داسې جوړه کړي چې انسان سره ډېر ورته والی ولري او د مجردانو او زړو معلولینو سره د هغوی د یوازیتوب د غم په کمولو کې هم مرسته وکړي.

د دغه شرکت د بازار موندنې مشر وو شینګلیانګ وايي دا زیرکې نانزکې یې یوازې د جنسي ‌مقاربت لپاره نه دي‌ تولید کړي، بلکې یو هدف یې دا دی چې له دې لارې په چین کې ځینې لویې ټولنیزې ستونزې حل کړل شي.

نوموړي وویل د دغو نانزکو ډېر پېرودونکي مجرد ځلمیان دي، هغه د فرانسې اژانس ته وویل چې په راتلونکي کې به د نانزکو په څرنګوالي کې نور بدلونونه هم راوړي. نوموړي وویل"نانزکې به داسې جوړې کړو چې له خلکو سره خبرې وکړي، د کور په کارونو کې مرسته وکړي اوبیا د نرسې په توګه وکارل شي."

د دغې نانزکې قیمت، چې یوازې د سکس لپاره کارول کیږي، ۴۰۰ ډالر دی، خو بله بڼه یې ۴۰۰۰ ډالره ده چې له ایفون سره نښلول کیږي او د یو اپلیکیشن له لارې د کور د ځینو زیرکو او برېښنايي توکو د روښانولو او مړه کولو چارې سمبالوي.

د ګزدال شرکت په ۲۰۰۹ کال کې یوازې لس ژیاودای تولېد کړې وې، خو اوس د میاشتې ۴۰۰ دا ډول زیرکې نانزکې تولیدوي. تولیدونکی شرکت وايي د پېرودونکو په فرمایش سره د نانزکو د وېښتو، مخ، سترګې او د بدن د نورو غړو رنګ او کیفیت جوړوي.

د اټکل له مخې په نړۍ کې د جنسي مقاربت او سکسي توکو ۸۰ سلنه په چین کې تولیدیږي، میلیاردونه ډالر پانګونه په کې شوې او دغه صنعت ډېرو خلکو ته کاري زمینې هم برابرې کړي دي.