په مرګ محکومه ښځه له وژونکې پیچکارۍ وروسته ژوندۍ پاتې شوه

د امریکا د ټینیسي ایالت چارواکو په مرګ یوه محکومه ښځه، ۵۰ کلنه کریستا پایک، وروسته له هغه روغتون ته انتقال کړه چې د اعدام کیدو پر مهال ورته وژونکې پیچکارۍ وشوه خو هغه ژوندۍ پاتې شوه.

میرمن پاېک شاوخوا ۳۰ کاله مخکې د خپلې همصنفۍ کولین سلیمر د شکنجې او وژنې په جرم په اعدام محکومه شوې وه.

د پاېک روغتیايي وضعیت لا هم معلوم نه دی، او د ټینسي ایالت د نَشویل ښار د زندان چارواکو د اعدام د پروسې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د اعدام ټول هغه پړاوونه یې عملي کړي چې د لوی څارنوال د دفتر له خوا تصویب شوي وو.

خو د ټینسي والي بل لي په یوه اعلامیه کې سږ کال د ټولو اعدامونو د عملي کېدو د ځنډولو امر کړی او غوښتنه یې کړې چې د اعدام د دې ناکامې پروسې هر اړخیزه ارزونه دې د یوې درېیمې ادارې له خوا ترسره شي.

دا دویم ځل دی چې په ټینسي ایالت کې یو محکوم کس د اعدام حکم عملي کیدو څخه وروسته ژوندی پاتې کېږي. تر دې وړاندې، د مې په میاشت کې، چارواکو د وژونکو درملو په وسیله د اعدام پروسه هغه مهال ودروله چې د دې پروسې مسوولینو ونه شوای کولای د درملو د تزریق لپاره د محکوم مناسب رګ پیدا کړي.

هغه خبریالان چې د اعدام د عملي کېدو شاهدان وو، وايي چې دوی د پاېک د خراهار، په لوړ غږ د ساه اخیستو، د نفس تنګۍ او په خپل لاس کې د ناراحتۍ له امله د هغه د شکایتونو غږونه واورېدل. وروسته چارواکو پرده راکش کړه او خبریالانو نور هېڅ نه شو لیدلای. له دې وروسته په زندان کې دننه د امبولانس غږ هم واورېدل شو.

دا په ټینیسي کې د شاوخوا ۲۰۰ کلونو وروسته پر یوې ښځې د اعدام حکم عملي کیدو لومړۍ قضیه وه.

په متحدو ایالتونو کې د ښځو اعدامونه هم نسبتاً کم دي. د معلوماتو له مخې، له ۱۹۷۶ کال وروسته، چې د سترې محکمې له پرېکړې سره د اعدام سزا بیا پیل شوه، په څه باندې ۱۶۰۰ اعدامونو کې یوازې ۱۸یې ښځې دي.