میرمن کلنټن په ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلې ده

میرمن کلنټن په ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلې ده

امریکایي چارواکي وایي چي هغه به سبا د جمهوررئیس حامد کرزي او د نورو چارواکو سره وگوري او په افغانستان کي به د امنیتی چارو د انتقال او د روغي جوړي په جریان باندي خبري ور سره وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن افغانستان ته تللې ده او د هغه هیواد د لس کلني جگړې د حلولو د پاره د یوې لاري د پیدا کیدو هلي ځلي کوي.

میرمن هیلري کلینټن نن د چهارشنبې په ورځ ناوخته کابل ته رسیدلې ده. د هغې دا سفر مخکي نه و اعلان شوی.

امریکایي چارواکي وایي چي هغه به سبا د جمهوررئیس حامد کرزي او د نورو چارواکو سره وگوري او په افغانستان کي به د امنیتی چارو د انتقال او د روغي جوړي په جریان باندي خبري ور سره وکړي.

د طالبانو سره د افغانستان د حکومت خبري تیره میاشت د پخواني جمهوررئیس برهان الدین رباني د وژلو نه وروسته ځنډیدلي دي. هغه د سولي د عالي شورا د رئیس په توگه د یاغیانو سره د روغي جوړي د خبرو مشري هم کوله.

په افغانستان کي شخړي او جگړې په داسي حال کي زیاتي شوي دي چي نړۍ والي قواوي به د هغه ملک نه په وتلو شروع کوی او امنیتي چاري به افغان امنیتي قواو ته سپاري.

افغان چارواکو نن وویل چي د هرات په ولایت کي د سړک پر غاړه د بم په چاودنه کي پنځه افغان عسکر وژل شوي دي. دغو چارواکو ویلي دي چي دغه عسکر د پښتون زرغون په ولسوالي کي هغه وخت مړه شول چي موټر یې پر بم برابر سو.

د ناتو دوه عسکر هم نن د بم په یوه حمله کي وژل شوي دي. ائتلاف وویل چي دغه عسکر یې د افغانستان په ختیځ کي وژل شوي دي، مگر نور تفصیلات یې نه دي ورکړي.