د لبنان په جنوب کې د صیدا ښار کې د ګډو مراسمو په ترڅ کې ۳۰ جوړو واده وکړ. تنظیموونکي وايي، د دې مراسمو موخه له هغو جوړو سره مرسته وه چې د واده مالي لګښتونه نه شي پوره کولی.
پدغو مراسمو کې شاوخوا دوه زره کسانو ګډون کړی و.
د مراسمو تنظیموونکي وایي غوښتل یې له جګړې وروسته خلکو ته د خوښۍ فرصت برابر کړي او له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د واده توان نه لري.
په واده کوونکو کې د عین الحلوې فلسطیني کډوالو له کمپ څخه شاهده محمد او روعه کرم هم شامل وو. دوی دوه نیم کاله مخکې کوژده کړې وه، خو د واده لپاره د پیسو برابرول ورته ستونزمن وو.
شاهدې محمد وویل چې غوښتل یې یو ښه واده ولري، خو د دغه نوښت له لارې یې د واده زمینه برابره شوه.
البکاعي وايي، جوړې د خپلې کوژدې د مودې پر بنسټ انتخاب شوې وې. هغه هیله څرګنده کړه چې د دغه ډول مراسمو له لارې نور سوداګر هم وهڅول شي چې له بېوزلو جوړو سره مرسته وکړي.
لبنان له هغې وروسته د جګړې له اغېزو سره مخ دی چې د مارچ پر دویمه د ایران له ملاتړ برخمن د حزبالله ډله پر اسرائیل بریدونه پیل کړل او اسرائیلو په لبنان کې هوايي او ځمکني عملیات پراخ کړل.
د لبنان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې تر ۴۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې له ۲۵۰ څخه زیات ماشومان پکې شامل دي، او شاوخوا ۱۲ زره نور ټپیان شوي دي.
لبنان له اسرائیل سره د امریکا په منځګړیتوب د سولې پر یوه چوکاټ هوکړه کړې ده. د دغه هوکړې له مخې، د حزبالله تر بېوسلې کېدو او د لبنان د پوځ تر کنټرول لاندې راتلو پورې به اسرائیلي ځواکونه د لبنان په جنوبي برخه کې پاتې وي.
حزبالله ډله چې امریکا او اسرائیل یې ترهګره ډله بولي، بیا دغه شرایط رد کړي او ویلي چې د تسلیمېدو په معنا ده.