د امریکا قانون جوړوونکو د تیانانمن څلورلارې د خونړۍ پېښې د ۳۷مې کلیزې په مناسبت د چین کمونېست ګوند غندنه وکړه او په چین کې یې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو څخه خپل ټینګ ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ.
دا کلیزه په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د امریکا د دواړو ګوندونو قانون جوړوونکي په چین کې د بشري حقونو او سیاسي ازادیو په اړه اندېښنې څرګندوي او ټینګار کوي چې د تیانانمن د اعتراضونو تاریخي یاد باید راتلونکو نسلونو ته ژوندی وساتل شي.
په همدې حال کې، د فلوریډا جمهوري غوښتونکي سناتور ریک سکاټ او د ټینیسي جمهوري غوښتونکي استازي انډي اوګلز د "تیانانمن څلورلارې د یاد قانون" په نوم یوه طرحه وړاندې کړه. د دې قانون له مخې به په واشنګټن ډي سي کې د چین سفارت مخې ته سړک د "تیانانمن څلورلارې یاد " په نوم ونومول شي او د سفارت رسمي پته به هم بدله شي.
د امریکا په کانګرس کې د ۱۹۸۹ کال د جون د څلورمې نېټې د ځپنې د یادغونډې پر مهال، د میشیګان ایالت جمهوري غوښتونکي استازي جان مولینار وویل چې هغه د ډیموکراسۍ پلوي لاریون کوونکي چې په تیانانمن څلورلارې کې راټول شوي وو، د ازادۍ او برابرۍ له ارزښتونو الهام اخیستی و.
هغه د چین کمونېست ګوند تورن کړ چې په چین او بهر دواړو کې بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او مخالف غږونه خاموشوي.
د الاسکا جمهوري غوښتونکي سناتور ډان سلیوان او د نیوجرسي جمهوري غوښتونکي استازي کریس سمیت، چې د چین په چارو کې د کانګرس د اجرائیوي کمیسیون مشران دي، په یوه ګډه اعلامیه کې هغو کسانو ته درناوی وړاندې کړ چې د تیانانمن د ځپنې پر مهال یې خپل ژوند یا ازادي له لاسه ورکړه.
دوی وویل، که څه هم د چین کمونېست ګوند کولای شي عامه ځایونه او رسمي روایتونه تر خپل کنټرول لاندې وساتي، خو تاریخي حافظه او د خلکو وجدان له منځه نه شي وړلای.
دواړو قانون جوړوونکو د قربانیانو د کورنیو، د هانګ کانګ د ډیموکراسۍ پلوه فعالانو او هغو پخوانیو محصلینو مشرانو سره ملاتړ هم څرګند کړ چې له دې پېښې وروسته په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.
دوي ژمنه وکړه چې امریکا به د تیانانمن د قتل عام یاد هر کال لمانځي، تر هغه چې د چین او هانګ کانګ خلک وکولای شي دا یادونه په ازاد ډول څرګند کړي.