د امریکا په ټاکنو کې رایې څنګه شمېرل کیږي؟

په متحدو ایالتونو کې وروستۍ منځمهالې ټاکنې په ۲۰۲۲ کال کې ترسره شوې چې شاوخوا ۱۱۲ میلیونه کسانو پکې رایه ورکړه.

ددغه هېواد د ټاکنو سیستم د رایې ورکولو چارې د ایالتي او سیمه ایزو چارواکو تر واک لاندې ساتي، او انتخاباتي حوزې د شاوخوا ۸۰۰۰ سیمه ایزو ادارو له خوا کنترولیږي.

د رایو شمېرنه

د امریکا د ټاکنو مرستندوی کمیسیون د معلوماتو په اساس، ډېری انتخاباتي حوزې د برېښنایي سکنرونو په مرسته رایې لولي او شمیري.

د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د امریکا شاوخوا پنځمه برخه ټاکنیزو حوزو رایې په لاس وشمېرلې.

په ډېرو ایالتونو کې رایه ورکول په درېیو بڼو ترسره کېږي: له ټاکنو مخکې حضوري رایه ورکول؛ د ټاکنو په ورځ رایه ورکول؛ او د پوستې له لارې رایه ورکول. هر ایالت ددې لپاره جلا جلا قوانین لري چې ایا د ټاکنو له ورځې مخکې یا د پوستې له لارې ورکړل شوې رایې د رایه اچونې د پای ته رسېدو تر وخته مخکې شمېرل کېدای شي او که نه.

کله چې د ټاکنو په شپه د رایو شمېرنه پیل شي، محلي حوزې د هرې سیالۍ لومړنۍ پایلې خپروي او دغه غیر رسمي پایلې ایالتي ټاکنیزو چارواکو ته هم استول کېږي.

د رایو د تائید رسمي مهالوېش

د رایو له شمېرنې وروسته د «کانواسینګ» په نوم مرحله کې چارواکي د رایو د پاڼو بیاکتنه کوي او ډاډ ترلاسه کوي چې ټولې قانوني کړنلارې مراعات شوې دي او دا هم ګوري چې د شمېرل شویو رایو شمېر د رایه ورکوونکو له شمېر سره برابر وي.

له دغو ارزونو وروسته، د ایالت د رایو د تفتیش بورډ، د ایالت منشي او یا بل اړوند چارواکی پایلې تائیدوي او په دې توګه نتایج رسمي بڼه خپلوي.

دا بهیر له یو ایالت څخه تر بل ایالته توپیر لري او بشپړېدل یې له څو ورځو څخه تر څو اونیو پورې وخت نیولی شي. د بېلګې په توګه، په ډیلاویر کې ټاکل شوې چې سږکال د پایلو رسمي تائید د نومبر تر ۵مې بشپړ شي، یعنې د ټاکنو له ورځې یوازې دوه ورځې وروسته. په ډېرو ایالتونو کې دغه موده د نومبر له ۲۰مې تر ۳۰مې ده، په داسې حال کې چې په نیویارک کې د ډسمبر تر ۱۵مې دوام کوي.

د نومبر په ټاکنو کې د کانګرس د نویو ټاکل شویو غړیو کاري دوره د جنورۍ په ۳مه پیلیږي.

ولې په ځینو ایالتونو کې د لومړنیو پایلو اعلانول څو ورځې وخت نیسي؟

د رایو د شمېرنې طریقه او دا چې څومره ژر چارواکي کولی شي د رایو شمېرنه پیل کړي، د پایلو د اعلان سرعت ټاکي. کومې حوزې چې ټولې رایې په لاس شمېري او د ټاکنو له پای ته رسېدو وړاندې د رای شمېرنې اجازه نلري، د هغو حوزو په پرتله ډېر وخت ته اړتیا لري چې د پوستې له لارې راغلې رایې له مخکې چمتو کولی شي او د حضوري رایو د شمېرلو لپاره له ماشینونو څخه کار اخلي.

د ځنډ بل لامل د هغو رایو شمېرل دي چې د پوستې له لارې لیږل کیږي او د ټاکنو له ورځې وروسته رسېږي. په ډېری ایالتونو کې دا ډول رایې نه منل کېږي او باید د ټاکنو تر ورځې پورې ترلاسه شوې وي. په ډیلاویر ایالت کې د پوستې له لارې لیږل شوې رایې باید د ټاکنو له تاریخ څخه یوه ورځ مخکې ورسېږي.

خو له ۵۰ ایالتونو څخه په ۱۳ ایالتونو کې د رایې پاڼې د ټاکنو له ورځې وروسته هم منل کېږي، په دې شرط چې د ټاکنو تر ورځې پورې پوستې ته سپارل شوې وي. په پنسلوانیا کې دا رایې پاڼې له ټاکنو وروسته تر ۱۴ ورځو پورې منل کېدای شي. په روډ ایلنډ او ټینیسي کې بیا د رایې د ترلاسه کولو ځانګړې وروستۍ نېټه نه شته، خو په دې شرط چې رایه د ټاکنو په ورځ پوستې ته سپارل شوې وي.

په دې برسېره، د رایو د بیا شمېرنې احتمال هم شته. په هغو سیالیو کې چې پایلې ډېرې نږدې وي، د ایالتونو قوانین د رایو د اتومات بیا شمېرنې یا د نوماندانو له خوا د بیا شمېرنې د غوښتنې اجازه ورکوي. دغه بهیر هم څو ورځې وخت نیولی شي، په ځانګړې په داسې شرایطو کې چې نوماند مکلف وي د رایو د بیاشمېرنې د غوښتنې لپاره قانوني اسناد وسپاري.

د ټاکنو امنیت

سیمه ایزې ادارې د رایو د خونديتوب لپاره ګڼ تدابیر نیسي او دا یقیني کوي چې د رایې ورکولو ماشینونه له انټرنېټ سره وصل نشي او د رایو صندوقونه او تجهیزات مهر او لاک شي ترڅو او پکې د لاسوهنې مخنیوی وشي.

فدرالي حکومت هم په دې برخه کې مهم رول لوبوي. د امریکا د جګړې وزارت د خپلو استخباراتي او سایبري وړتیاوو له لارې د هغو بهرنیو لاسوهنو مخه نیسي چې د ټاکنو په بهیر کې د مداخلې هڅه کوي. د کورني امنیت وزارت او د سایبري امنیت او زیربناوو د امنیت اداره هم په دې برخه کې همغږي لري.

د سایبري امنیت او زیربناو د خوندیتوب اداره د ټاکنو له ایالتي او سیمه ایزو چارواکو سره د امنیتي روزنې، د کمپیوټري سیستمونو د ازموینې او د احتمالي امنیتي نیمګړتیاوو د موندلو په برخه کې مرسته کوي.

د ټاکنیز بهیر وروستی امنیتي پړاو د ټاکنو له پای وروسته پلټنه ده. دا پلټنه په ډېرو حوزه کې ددې لپاره ترسره کېږي څو ډاډ ترلاسه شي چې د رایې ورکولو ماشینونو سم کار کړی او د رایو وروستۍ شمېرنه دقیقه ده.