کرېکټ:اېرلېنډ ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو ډېر حېران کړل

اېرلېنډ د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې لومړنی هېواد شو، چې په روانو سیالیو د شورا بشپړ غړي ویسټ انډیز ته ماتې ورکوي.

ایرلېنډ د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام په سیالیو کې د ویسټ انډیز پیاوړې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره یو وارې بیا د کرېکټ ډېر مینوال هک حېرانه کړل.

د نړیوالو سیالیو په درېیمه ورځ یوازې د همدغو لوبډلو ترمنځ لوبه وه، اېرلېنډ پچه وګټله او ویسټ انډیز ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د ویسټ انډیز پنځه لوبغاړي ډېر ژر وسوځېدل، خو پخواني کپټان سامیول او سیمون د ۸۹ او ۱۰۲ منډو په کولو اېرلېنډ ته د ۳۰۵ منډو هدف ورکړ.

ظاهرآ دا هدف لوړ ښکارېده، خو د اېرلېنډ د سر لوبغاړو فورټیفیلید او پاول سټېرلېنګ ښه ملګرتیا وکړه او خپلې لوبډلې ته یې د ښه پیل او پای بنسټ کېښود.

سټرلېنګ د تل په څېر تېزه لوبه وکړه او په ۸۴ توپونو یې ۹۲ منډې وکړې، وروسته بیا جوایس ۸۴ او نیل اوبراین ۷۹ منډې وکړې او د ویسټ انډیز له لوري ورکړل شوی لوړ هدف یې په ۴۵ اورونو کې ترلاسه او لوبه یې وګټله.

ایرلېنډ په روانو سیالیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې لومړنی هېواد دی چې د شورا له بشپړ غړي نه لوبه ګټي. اېرلېنډیان د ۲۰۱۱ کال په نړیوالو سیالیو کې له انګلېنډ نه هم همداسې یوه لوبه ګټلې وه او ډېر خلک یې حېرانه کړي وو.

د لوبې غوره لوبغاړی پاول سټېرلېنګ شو، ده ۹۲ منډې هم وکړې او شپږ اورونه یې هم کړي وو چې ۳۳ منډې یې ورکړې وې.

اېرلېنډ د افغانستان انډوله لوبډله ده، افغانستان تر نړیوال جام مخکې په متحدو عربو اماراتو کې له اېرلېنډ سره دوه لوبې وکړې چې یوه یې وبایلله او یوه یې ترې وګټله.

د کرېکټ د نړیوال د سیالیو ننۍ لوبه د کوربه نیوزلېنډ او د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې د بل غړي، سکاټلېنډ ترمنځ ده.

باید یادونه وکړم چې سکاټلېنډ څو ورځې وړاندې په خپلې تمریناتي لوبې کې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه او ویسټ انډېز ته لوبه په ۴ منډو وبایلله.