دارلامان د قصر رغول، دوه لسیزې له ورانۍ وروسته

د دارلامان قصرامان الله د واکمنۍ په مهال جوړ شوچې په ۱۹۹۲ کال کې د پخوانیو مجاهدینو د ډلو ترمنځ جګړو په کنډواله بدل شو.

ددې قصر د بیارغونې چارې نن په رسمي ډول افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو چارواکو پرانستې.

ولسمشر غني چې د دارالامان په کنډواله قصر کې ښاري عالي شورا هم ایجاد کړه، وویل چې د دارالامان قصر د افغانستان په خپلو پیسو جوړیږي او ددغه قصر بیارغونې ته یې له چا مرستې ندي اخېستي.

ولسمشر غني وویل" مونږ نن تېر ته په ستنېدو اینده ته د بنسټ ډبره ږدو، تېر ته ستنېدل پدې معنی چې مونږ په یوې داسې ودانۍ کې یو چې د یوه ملي اتل غازي امان الله خان له خوا جوړه شوې وه، دا زمونږ د تاریخ نیمه پاتې فصل دی، هغه فکر چې په هغه وخت کې منځته راغی متاسفانه له منځه یووړل شو او بیا و نه توانېدو چې لازم ثبات د یوه ښه ښار لپاره رامنځته کړو".

ولسمشر غني د دارالامان د قصر بیا جوړول د ملي یووالي حکومت ته ویاړ وباله وې ویل تمه لري، چې دا قصر به سم ورغوي.

د ښار جوړونې وزیر سید منصور سادات نادري بیا وویل چې ددې لویې پروژې د بیارغونې مهندسي کارونه د پیاوړو انجنیرانو په اختیار کې دي.

د ښار جوړونې وزیر وویل چې د دارالامان د قصر تخنیکي څېړنه لا هم نده بشپړه شوې، خو د لومړنیو سنجشونو په اساس ښايي د دارالامان د قصر په بیارغونې ۱۶ ملیونه امریکايي ډالره ولګیږي او د مالیې وزارت دا پیسې ورکوي.

سید منصور سادات نادري وویل" کله چې ددې پروژې کار پیل شي نو بیا به معلومه شي چې څومره پیسو ته اړتیا ده".

د نادري په ويناء ددې قصر جوړول به څلور یا پنځو کلونو وخت ته اړتیا ولري، خو هغه وویل چې ددې قصر په تهداب کې ستونزې نه وي، نو ښايي لګښت وخت واخلي.

د ښار جوړونې وزیر وویل چې دا وزارت نه یوازې د دارالامان قصر رغوي بلکې د پارلمان د نوې رغول شوې ودانۍ ترڅنګ د یوه معیاري ښارګوټي تابیا یې هم نېولې ده. وزارتونه به دغلته ولېږدول شي، د چین په مرسته لسګونه زره د اوسېدانې کورونه به جوړ شي، د کابل جان پارک به ورغول شي او نور ودانیز کارونه به دغلته ترسره شي.

د دارالامان قصر د غازي امان الله خان د دورې له پاتې تاریخي قصرونو دی، چې د غازي امان الله خان لخوا په ۱۳۰۲ هجري لمریز کې یې کار پیل شو او شپږ کاله یې دوام وکړ.