د ٢٠١٥ کال د اگست ٢٥

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما په اایر فورس ۱ الوتکه چې د سپریدو پر مهال. د امریکا د ولسمشر ځانگړې الوتکه د نړۍ له مجهزو او چټک واټن وهوونکو الوتکو څخه ده.

د مدیترانې په بحیره کې افریقایي پناه غوښتونکي. سږکال په زرگونو مهاجر چې زیات شمیر یې افریقایان دي اروپا ته د رسیدو په لار په سمندر کې غرق شوي دي
 

چیني سرتیري د سپتمبر د دریمې نیټې ستر رسم گذشت ته تیاری نیسي

 

په مقدونیه کې یو شمیر پناه غوښتونکي د اورگاډي د رارسیدو په انتظار دي. ددې مهاجرینو اکثریت افغانان، او د سورې او عراق اوسیدونکي ديچې په خپلو هیوادونو کې د نا ارامۍ له وجې تیښتې ته اړ شوي دي
 

د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې د سیکویا ملي ځنگل په اور کې له سوزیدو وروسته. په دغه اور لږیدنه کې د سیمې شاو خوا ۲۵۰۰ تنه اوسیدونکي د خپلو کورونو خوشې کیدو ته اړ شوي دي
 

د اف ١٨ جنگي جت اولوتکه چې سوپر هورنت نومیږي د هاوایي جزیره په شاو خوا کې د رنالد ریگن له الوتکه لیږدونکې بېړۍ څخه له الوتلو دمخه لیدل کیږي

په چین کې د دغو دریو پانډاگانو زیږد، ددې حیوان د نسل د ورکیدو د مخنیوي لپاره یو بل زیری دی

 

د جنوبي کوریا یو سرتیری د شمالي کوریا په پوله د گزمې پر مهال. دا دواړه گاونډي هیوادونه د وروستیو متقابلو ډزو وروسته په نیمه جگړیز حالت کې واقع شوي دي

 

١١٢ کلن یسوتارو کویدی ته د نړۍ د تر ټولو زوړ شخص په توگه د نړیوال ریکار گینس له خوا سند ورکړای شو

 

د بنکاک د ایراوان معبد بهر د سولې کوترې هوا ته خوشې شوې. تیره اونۍ په دې ساحه کې یو وژونکی بمي برید شوی و