د ورځې غوره انځورونه
د صربیا په بلګراد ښار کې یو افغان پناه غوښتونکی چې د ژمي د سړې هوا له کبله یې خالي ګدام ته پناه وړې ده.
د پرتګال په شمالي ساحل کې چلي ورزشکار، رافیل ټاپای د سمندر پر څپو د سپرلي په حال کې.
د هند په احمد آباد ښار کې یو کورنۍ د سرو مرچکو د پاکولو او وچولو په حال کې.
د متحده عربي اماراتو په ابو ظبي ښار کې د اوښانو د ځغلولو د کلتوري جشن یو انځور.
د یوه باز د سترګو انځور چې په کویت کې د مرغانو د خرڅولو په یوه کلني جشن کې اخیستل شوي دی.
د سریلانکا په کلمبو ښار کې یو نارینه د بودا د مجسمو له څنګه د تیریدو په حال کې.
د چک جمهوریت د لیپنو په نامه د اوبو بند چې یخ وهلی او خلک یې د پاسه د سکیت لوبه کوي.
د بلجیم په برکسل ښار او د چاکلیتو په کلني جشن کې د یو ډول چاکلیتو انځور.
د جاپان د توکیو ښار یو باغ چې یوه ناوې او یو زوم د واده د ورځې انځورونه په کې اخلي.