د ٢٠١٥ کال د جولای ٢٧

یوه ویجاړي د یوې بلې ویجاړۍ له کړکۍ څخه

د کینیا د نایروبي ښار ته د رسیدو پر وخت د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ته د هرکلي مراسم

 

د سریلانکا په پایتخت کلمبو کې د سخت باران وروسته سیلاب راوتلی، دلته دوه تنه لارویان لیدل کیږي چې ځان وچې ته رسوي

د یمن په پلازمینه صنعا کې حوثي جنگیالي په پوځي لباس کې

 

د تور دی فرانس د بایسکل ځغلولو د سیالیو یوه بل ستونزمن پړاو

د برازیل په مرکز ریو دی جنیرو ښار کې د آنلاین تکسي موترو د خدماتو (اوبر) پر وړاندې د تکسي چلوونکو اعتراضونه

څیړونکي له فضا څخه د رالیږل شویو عکسونو څخه په استفادې سره د پلوتو ستوري د سطحې د څرنگوالي په هکله څیړنه کوي.

د چین په گویلین کې د گوانگجی ژوانگ د سیمې د ښځو د اوږدو ویښتانو د شهرت په خاطر هر کال ۸۰ زره سیالنیان دې سیمې ته ورځي. ددې کلي څه دپاسه ٨٠ ښځې د یو عشاریه څلو میتر په اوږدوالي ویښتان لري، حتی د یوې میرمنې ویښته دوه عشاریه دوه میتره اوږده دي.

 

دا هم د تور دی فرانس د بایسکل ځغلولو د سیالیو د ١٩ پړاو یو عکس

 

یو فلیپیني ماشوم د سانتیگراد د ۴٠ درجو گرمۍ له وجې د اوبو نل ته پناه وړې ده

 

د امریکا د متحده ایالاتو د مین په ښار کې د ځوانانو دغه ډله په منظمه توگه خپله ورځ د نژدې څلور کیلومیترو لامبو په کولو سره تیروي.