د ٢٠١٥ کال د جون لومړی نیټه
یو افغان کوچی د کابل - تورخم په لویه لار
د کابل ښار د نادر خان په غونډۍ کې د گوډیاکو الوزول
په هند کې سخته گرمي اود بریښنا کمبود ددې سبب شوی چې خلک د خپلو کورونو پر بام باندې بیده شي
د سوداگرۍ د نړیوال مرکز د ١٠٠، ١٠١ او ١٠٢ پوړونو څخه د نیویارک ښار په زړه پورې منظر . دا مرکز د تیرې جمعې په ورځ د مراجعینو پر مخ پرانستل شو
په ایټالیا کې د بایسکل ځغلولو د ٩٨ سیالۍ د ٢٣٦ کیلومیتره واټن د مسابقې یوه صحنه
په بلجیم کې د واټرلو د جگړې د ٢٠٠ کلیزې په اړه ددې جگړې د نندارتون یوه برخه
د شمالي کوریا څخه دوه تښتیدلي کسان د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې د کوریا د پیوستون په یوه غونډه کې
د جرمني یوه جنگي جت الوتکه په یوه لارې باندې بار د ترمیم لپاره ورکشاف ته لیږدول کیږي
د تکزاس د هیوستن په ښار کې له سختو بارانونو وروسته اوس پر سړکونو باندې له ولاړو ترافیکي علامو څخه کشتۍ هم کار اخلي!
په تانزانیا کې د کلیمانجارو د غره ننداره
په نیپال کې د سختې او ویجاړونکې زلزلې وروسته اوس ماشومان بیرته ښوونځیو ته ځي، خو دا چې ددې ویجاړو ښارونو بیارغونه به څومره وخت ونیسي څرگنده نه ده؟
د امریکا د متحده ایالاتو د یوتا د ایالت د نوه هو په پارک کې یو بومي امریکایي. نوه هو د لرغونو امریکایانو یوه قبیله ده چې څه دپاسه ٣٠٠ زره نفوس لري.
د کالیفورنیا په اولیووس ښار کې د هالیوود د مشهور مړ شوي ستوري مایکل جکسن د کور منظر