د ٢٠١٥ کال د اگست ١٣

په هاوانا کې د امریکا د متحده ایالاتو په سفارت کې د امریکا د بیرغ په پورته کولو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې وروسته له ٥۴ کالو بیرته عادي شوې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د امریکا د سمندري ځواک هغه درې تنه سرتیري لیدل کېږي چې ٥۴ کاله مخکې یې په هاوانا کې په خپل سفارت کې د امریکا بیرغ د سړۍ جگړې په اوج کې د اړیکو د شلیدو په وجه راټیټ کړی و، نن د  اگست په ١۴ یې بیا د بیرغ د اوچتولو په مراسمو کې گډون وکړ

د چین د بندري ښار تیانجن په یو گدام کې د تیرې شپې په یوه لویه چاودنه کې لږ تر لږه ۴۴ تنه وژل شوي او په سلگونه نور ټپیان دي. د چین دولتي تلویزیون نن وویل چې د زخمیانو له جملې نه د ٣٢ تنو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.
 

د چین د بندري ښار تیانجن په یو گدام کې د تیرې شپې د چاودنې بل تصویر

د چین د بندري ښار تیانجن په یو گدام کې د تیرې شپې د چاودنې بل تصویر

افغان فوتبالره نادیه ندیم چې د دنمارک په ملی ټیم کې لوبه کوي پدې وروستیو کې یې د امریکا د متڅده ایالاتو د نیوجرسي ایالت د  فټبال له یو کلپ سره قرارداد کړی او ددې کلپ د نجونو په ټیم کې لوبه کوي.
 

افغان فوتبالره نادیه ندیم چې د دنمارک په ملی ټیم کې لوبه کوي پدې وروستیو کې یې د امریکا د متڅده ایالاتو د نیوجرسي ایالت د  فټبال له یو کلپ سره قرارداد کړی او ددې کلپ د نجونو په ټیم کې لوبه کوي.
 

د امریکا متحده ایالاتو د ترکیې د انجیرلیک هوایي اډې نه په سوریې کې د داعش پر سنگرونو باندې د جنگي جت الوتکو د هوایي عملیاتو خبر ورکړی. د امریکا د دفاع وزارت وایي د چهارشنبې په ورځ یې ددې اډې نه د اف ١٦ ډوله جت الوتکو پروازونه پیل کړې دي.
 

افغان سرتیرو په روسي MI-17 ترانسپورتي هیلیکوپترو کې ماشیندارې نصب کړي او هغه یې په جنگي هیلی کوپترو بدلې کړې دي.

 

د سینگاپور د خپلواکۍ د پنځوسمې کلیزې په مسراسمو کې د سینگاپور په ښار په تجارتي مرکز کې هوایي ننداره

د سینگاپور د خپلواکۍ د مراسمو یوه بله ننداره

 

د ترکیې په انجرلیک اډه کې امریکایي جنگي الوتکې

 

د جنوبي افریقا د جوهانسبورگ د ښار په څنډه کې د زمري په نامه پارک

 

د یونان د کاس په جزیره کې سوري گډوال

 

د استرالیا د سیدني ښار د ویلیم په لویه لار کې د ١۴ کیلو میترو په واټن د مراټن منډې وهلو په کلنۍ سیالۍ کې د نړۍ له گوټ گوټ څخه په زرگونو کسانو گډون وکړ

 

د چین په فوجیان ولایت کې بارن او سیلاب څه دپاسه ۱۶۳ زره کسان بې ځایه کړي دي

 

د عربستان په طایف ښار کې د اور او ټوپک سره لرغونې نڅا

 

د اوکراین د دونتسک ښار ته نژدې یو روسي جنگیالی په یو ټانک کې پوځي مهمات ځای پر ځای کوي

د واشنگټن ډي سي ښار ته څیرمه د امریکا د دفاع وزارت ماڼۍ یا پنتاگون

د مصر د پل السلام له پاسه د سویز کانال عمومي ننداره
 

د لکنهو په ښار کې یو هندي کب نیوکی