د ورځې غوره تصویرونه
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او میرمن یې د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د فرانسې د جمهور رئیس امانویل مکرون او د هغه د میرمن کوربانه وو
په سپینه ماڼۍ کې د فرانسې د جمهور رئیس او د هغه د میرمنې د هرکلي ځانگړي مراسم
د امریکا او فرانسې جمهور رئیسان او د هغوی میرمنې د متحده ایالاتو د لومړي جمهور رئیس جورج واشنگټن د کور په مخ کې. دا کور اوس موزیم دی.
د امریکا او فرانسې جمهور رئیسان او میرمنې یې په هیلکوپتر کې له سپینې ماڼۍ څخه د مونت ورنن ساحې ته انتقال شول چې پدې ځای کې د امریکا د لومړي جمهور رئیس جورج واشنگټن کور او مزرعه موقعیت لري
د امریکا او فرانسې جمهور رئیسان د سپینې ماڼۍ په جنوبي انگړ کې یوه ونه کښینوله
په هالند کې د لاله گلانو باغونه د سیلانیانو ځانگړې پاملرنې ځانته اړوي
د شهزاده ویلیم او کیت میدلتون درییم ماشوم د لندن په سنت مری روغتون کې وزیږید
د جرمني په یوه مزرعه کې د آسونو څریدل
یو هندي کارگر
د چین د موټرو په نندارتون کې یو نوی انفینیتي موټر
په کینیا کې د سخت باران اوریدل او د سیلاب راوتل
په نایجریا کې د اوښانو سیالي