په واشنګټن کې د لومړي ځل لپاره د ګرنډ پري سیالۍ کیږي

د متحده ایالاتو د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځلو د پروګرامونو د لړۍ په دوام، واشنګټن ډي سي به د اګست په ۲۲مه او ۲۳مه د موټر ځغلولو د 'ګرنډ پري۲۵۰' سیالیو کوربه توب وکړي.

دا د واشنګټن ډي سي د ملي پارک په سیمه کې لومړی ځل دی چې دغه ډول سیالۍ ترسره کیږي.

د دې سیالیو لپاره د چمتووالي په ترځ کې، په واشنګټن ډي سي کې له څو ورځو راهیسې سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي او یو شمیر مهم سړکونه د ترافیکو په وړاندې تړل شوي دي.

د امریکا د مخفي پولیسو اداره چې د ولسمشر او نورو جګپوړو امریکایي حکومتي چارواکو د امنیت مسؤلیت پرغاړه لري، د دې سیالیو د امنیت د تامین په هدف د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FBI) او د واشنګټن ډي سي د پولیسو له ریاست سره همغږي کوي.

د متحدو ایالتونو د هوایي چلند ادارې ته هم لارښونه شوې، د ریګڼ هوایي ډګر ته چې ددې سیالیو د ترسره کیدو ته نږدې پروت دی ، د سیایو د ترسره کیدو پرمهال الوتنې وځنډوي.

د دغو سیالیو لپاره د دوه اعشاریه اوه کیلومتره په اوږدوالي ساحه چې د واشنګټن ډي سي ملي پارک شاوخوا سیمه چې د انډیپنډنس او پنسلوانیا واټونو څخه تیریږي، په پام کې نیول شوېده.

د سیالیو تنظیموونکو ویلي دي ددې سیالۍ د لیدو لپاره هغه ۲۸۰ زره وړیا ټکټونه چې وار دمخه په پام کې نیول شوي وو، خلاص شوي دي.

تنظیموونکو ویلي ډېر احتمال شته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به هغه کس وي چې د ځغاستې د پیل لپاره به شین بیرغ وخوځوي.