ټاکل شوې چې د سپینې ماڼۍ د خبريالانو په مېلمستیا کې د برید په تړاو نیول شوی کس به نن دوشنبه (اپریل۲۶) په واشنګټن ډي سي کې محکمې ته حاضر کړل شي.
تر دې دمه توماس الن د خشونت په مهال د خطرناکې وسلې څخه په کار اخیستو او د متحدو ایالتونو د فدرال په مامور باندې په برید کولو تورن بلل شوی. د واشنګټن ډي سي لویه څارنواله وايي چې شاید په هغه نور تورونه هم ولګول شي.
د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټاډ بلانچ سي ان ان ته ویلي دي چې بریدګر تر برید یوه ورځ مخکې د واشنګټن هیلټن په هوټل کې کوټه نیولې او هلته رسېدلی و.
سرپرست لوی څارنوال ویلي چې د پېښې د انګیزې په اړه لا هم تحقیقات روان دي، او داسې ښکاري چې د هغه هدف د حکومت په مقاماتو باندې برید کول وو.
نوموړي ویلي دي چې ابتدايي معلومات ښکاره کوي، چې بریدګر له لاس انجلس څخه شیکاګو ته او له هغه ځای څخه واشنګټن ډي سي ته په اورګاډي کې راغلی دی.
بلانچ ویلي دي چې له برید وروسته امنیتي ځواکونو په لاس انجلس، واشنګټن ډي سي او په هوټل کې د هغه په کوټې کې پلټنې کړې او د هغه وسائیل یې هم پلټلي دي.
د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مشر کاش پټیل فاکس تلویزون ته ویلي چې د قانون د تنفیذ ځواکونو تر ۲۴ ساعتونو په کمې مودې کې، په ټول هېواد کې د پېښې اړوندې یو شمېر مرکې کړې دي.
د واشنګټن ډي سي لویه څارنواله جینین پیررو وايي چې ښکاري بریدګر د ډېر زیان اړولو هوډ درلوده، هغې په خپل ایکس کې د امنیتي ځواکونو څخه مننه کړې چې عاجل اقدام یې کړی او په خبره یې د یوې وحشتناکې پېښې مخه یې نیولې ده.
د یادولو ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د خبریالانو مېلمستیا به په ۳۰ ورځو کې بیا وبلل شي.
بریدګر څوک دی؟
مقامات وايي دغه سړی ۳۱ کلن دی او د کالیفورنیا ایالت اوسېدونکی دی. کول الن د کالیفورنیا د لوترن عالي ښوونځي څخه فارغ شوی او په ۲۰۱۷ کال کې یې د کالیفورنیا د تکنالوژۍ له انستیتیوت څخه په میخانیکي انجینرۍ کې لوړې زده کړې. هغه په ۲۰۲۵ کال کې د کالیفورنیا د ډومینیکوز هیلس په دولتي پوهنتون کې په کمپیوټر ساینس کې ماستري وکړه.
نوموړي په تېرو څو کلونو کې د سي۲ په نوم یوې تعلیمي ادارې سره، چې د ازموینو د چمتوالي خدمتونه وړاندې کوي، پارټ ټایم یا پس له وخته کار کړی دی.
الن تر برید مخکې کورنۍ ته یو لیک استولی او لیکلي وو چې پلان لري د ټرمپ حکومت لوړي پوړي مقامات په نښه کړي.
د هغه د کورنۍ یو غړي د دغه لیک له ترلاسه کولو وروسته د قانون تنفید کوونکو ته خبر ورکړی و.
نړیوال غبرګونونه
دلته په متحدو ایالتونو کې د کانګرس غړو دا برید غندلی او ویلي دي چې دا ډول سیاسي خشونت په امریکا کې هېڅ ځای نه لري. هغوی همدغه راز د بریدګر په نیولو کې د امنیتي ځواکونو عاجل اقدام ستایلی دی.
په نړیوالو غبرګونو کې د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمیر په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې دغې پېښې هک پک کړی دی او ویلي دي، چې په «دیموکراتو بنسټونو او د بیان په ازادۍ باندې هر برید باید په کلکه وغندل» شي.
د اروپايي ټولنې مشرانو هم دا برید غندلی دی. د دغو مشرانو په ډلې کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې دا ډول کړنه د منلو نه ده، هغه په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «تاوتریخوالی په دیموکراسۍ کې ځای نه لري. زه له ډونالډ ټرمپ سره خپل پوره حمایت څرګندوم.»
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم ویلي دي چې د «ولسمشر ټرمپ د وژنې تلاش» هغه او میرمنې ته ټکان ورکړی. نتنیاهو په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «خوښ یم چې ولسمشر او لومړۍ میرمن خوندي او غښتلي دي. ژوبل شوي پولیس افسر ته د عاجلې روغتیا هیله کوو او د عاجل او پریکنده اقدام له کبله د متحدو ایالتونو پټې ادارې ته سلام کوو.»
په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان هم ویلي دي چې دا ډول پېښې په دیموکراسۍ کې ځای نه نلري.
د هند او پاکستان صدراعظمانو نریندرا مودي او شهباز شریف هم ویلي چې دې پېښ هېښ کړي او خوشحال دي چې ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ روغ رمټ دي.