د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ملي ګارډ په دوو غړو له برید وروسته، اعلان کړی چې د افغانانو د مهاجرتي غوښتنلیکونو کارونه یې درولې دي.
د دغو ډزو په تړاو چې د ملي ګارډ دوه غړي یې سخت ټپیان کړل، د رحمان الله لکڼوال په نوم افغان وګړی نیول شوی.
د امریکا د تابعیت او مهاجرت ادارې د خپل ایکس په ټولنیزې شبکې کې وویل."په سمدستي توګه، د افغان اتباعو پورې اړوند د ټولو مهاجرتي غوښتنلیکونو کارونه د امنیت او تفتیش د پروتوکول تر بیاکتنې پورې د نامعلوم وخت لپاره ځنډول شوي دي. زموږ د هیواد او امریکاییانو ساتنه او خوندیتوب زموږ یواځنی تمرکز او ماموریت دی."
د امریکا د کورني امنیت وزارت د برید د شکمن کس په اړه یوه اعلامیه خپره کړه چې وايي "د بایډن حکومت د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په اتمه د "ملګرو ته ښه راغلاست" په نوم د تخلیې د عملیاتو په چوکاټ کې متحدو ایالتونو ته ددغه ترهګر د ننوتلو اجازه ورکړه.
"دغه وزارت وویل چې دې پروګرام "زرګونو هغه افغان اتباعو ته چې پلټل شوي نه وو د ننوتلو اجازه ورکړه چې ترهګر هم پکې شامل دي."
د امریکا په پلازمینې واشنګټن کې د برید په اړه د چهارشنبې په ماښام ملت ته په وینا کې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل "اوس باید د هغو ټولو بهرنیانو د استوګنې حالت له سره وڅیړو چې د بایډن په دوره کې له افغانستان څخه راغلي دي، او باید د هر هغه بهرني وګړي د ایستلو لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړو چې باید دلته نه وي یا د دې هیواد (امریکا) لپاره ګټور ندي."
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا د نامنظمه وتلو وروسته، لسګونه زره افغانان "ملګرو ته ښه راغلاست" د پروګرام د یوې برخې په توګه متحدو ایالتونو ته ننوتل.
په هغه وخت کې د بایډن حکومت وویل چې دا پروګرام "د زیانمنونکو افغانانو سره مرسته کول دي، چې پکې هغه کسان هم شامل دي چې په تیرو دوو لسیزو کې یې زموږ سره په افغانستان کې کار کړی، ځکه چې دوی په خوندي ډول په متحدو ایالتونو کې میشت کیږي."
د بایډن حکومت ویلي وو چې د دې پروګرام له مخې د راغلو افغانانو له ۴۰ سلنې څخه ډیر د ځانګړي مهاجرت ویزو (SIVs) مستحق وو، د SIV پروګرام د دایمي استوګنې لپاره لاره پرانستله چې بالاخره د امریکا د متحدو ایالتونو تابعیت ته لاره هواروي.