فلیپین کې په زلزلې کې د مړو شویو کسانو شمیر ۳۲ ته ورسید

په فلیپین کې چارواکي وایي په یوې قوي زلزلې کې چې د دې هیواد په جنوب کې یې د میندانانو ټاپو ځپلی، د مړو شویو کسانو شمیر د دوشنبې په ورځ ۳۲ تنو ته ورسید.

د اضطراري چارو مسؤلین وایي چې د زلزلې شدت د ریختر په کچه ۷.۸ درجې و .پدې زلزلې کې لسګونه تنه ژوبل شوي هم دي.

زلزله په سیمه ایز وخت سهار وختي وشوه چې ټکانونه یې نه یوازې په ټول میندانانو ټاپو کې بلکې د ګاونډي هیواد، اندونیزیا د سولاویسي په ټاپو کې هم محسوس شویدي. تر زلزلې وروسته په یو شمیر هیوادونو کې د سونامي د راتګ خبرداري هم ورکړل شوي.

د فلیپین حکومت د زلزله ځپلو سره د مرستو په خاطر پوځ او نور مرستندویه ټیمونه سیمې ته استولي دي. تر ټولو ډیر زیان د جنرال سنټوس په ښار کې خلکو ته رسیدلی چې تقریباً ۷ سوه زره خلک پکې ژوند کوي.

دکانونه او ودانۍ یا په بشپړه توګه ویجاړې شوي او یا یې ښیښې ماتې شويدي. د فلیپین د زلزلې د مطالعاتو مرکز ویلي چې په ټول هیواد کې تر زلزلې وروسته دوه سوه ټکانونه محسوس شوي چې تر ټولو د شدید ټکان شدت یې ۸. ۷ درجې ښودل شوی.