د اوونۍ غوره انځورونه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لار سپین بولدک چې هره ورځ پرې زرګونه خلک اوړي را اوړي.

په سایبریا کې واوره او سړه هوا. د روسیې دې برخې کې د سه شنبې په ورځ د تودوخې درجه د سانتي ګراد په حساب منفي ۵۰ وه.


په اندونیزیا کې سه شنبه ډسمبر ۵ د اتشفشان په یوې پیښې کې ۲۲ تنه ووژل شول.

یو شمیر کسانو چې خپل خپلوان یې د حماس سره یرغمل دي، سه شنبه ډسمبر ۵ یې د اسرائیل مودین ښار کې پداسې حال کې چ په اسونو سپاره و، لاریون وکړ او د ټولو یرغمل شویو کسانو خوشې کیدو غوښتنه یې وکړله.

په غزې کې د ناصر په نامه روغتون کې یو شمیر ټپي شوي کسان د درملنې په حال کې .

د رومان په نامه اته کلن اوکراینی ماشوم چې د روسې په یو راکټي برید کې ټپي شوی و او په تیر یو کال کې ۳۰ ځله عملیات کړي و، تازه یې د نڅا یوې سیالۍ کې پداسې حال کې برخه اخیسته چې خپل مخ یې د سوځیدو له کبله پوښلی و.

د اوکراین او پولینډ تر منځ په لویې لار کې د لارۍ موټرو کتار

د امریکا هاوایي ایالت کې یو تن د سمندر په څپو کې لوبې کوي. 

د کابل سرای شمالي سړک د رغیدو په حال کې