د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې چې ایران د تېرو پنځو میاشتو د پوځي شخړې پرمهال دوی ته د اوښتو زیانونو د جبران کولو غوښتنه کړې ده.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ [اګست ۱۰مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې ایران هېڅکله په کومو "مذاکراتو یا غونډو" کې د غرامت مسله مطرح کړې نه وه.
ولسمشر ټرمپ لیکلي: "زه هم له ایران څخه د هغو ټولو خلکو د تاوان غوښتنه کوم چې دوی د خپلو سړک غاړې بمونو او ډېرو جګړو په واسطه وژلي او سخت ټپیان کړي دي."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې د ایران رژیم د خلکو په وژلو کې "شهرت" لري او دغه لړۍ "په لومړي سر کې د جنرال سلیماني په مشرۍ پیل شوه."
جنرال قاسم سلیماني چې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د بهرنیو عملیاتو مشري کوله، د ولسمشر ټرمپ د جمهوري ریاست په لومړۍ دوره کې د امریکايي ځواکونو لخوا په عراق کې ووژل شو.
د خبرونو له مخې، ایران ټینګار کوي چې د هرمز تنګي تر بېرته پرانېستل کېدو مخکې باید متحده ایالتونه ایران ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي او د بندیزونو او پوځي بریدونو ګواښونه بند کړي.
د متحدو ایالتونو د ولسمشر په تازه پیغام کې راغلي چې ایران باید د ټولو هغو سلګونو زرو معترضینو کورنیو ته هم تاوان ورکړي چې عزیزان يي په تېرو ۵۰ کلونو کې د ایراني رژيم لخوا وژل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې ده خپلو مرکچیانو ته لارښوونه کړې چې د ایران لخوا د تاوان ورکولو مسله په راتلونکو ټولو خبرو اترو کې په ټینګه مطرح کړي.
تردې مخکې، ولسمشر ټرمپ د اکسیوس خبري شبکې ته ویلي وو چې واشنګټن له تهران سره "یوازې په نیمه مذاکراتو" بوخت دی.