ترکیې له امریکا څخه لوبه وګټله خو له نړیوال جام څخه بهر شوه

د ترکیې مینه والو د فوټبال نړیوال جام کې د متحدو ایالتونو په وړاندې د خپلې لوبډلې بری په داسې حال کې ونمانځه چې ترکیه له وړاندې له جام څخه بهر شوې ده.

د لاس انجلس په لوبغالي کې، د پنجشنبې په ورځ (د جون ۲۵مه) ، ترکیې د امریکا لوبډلې ته د دوو په مقابل کې په دریو ګولونو ماتې ورکړه.

د امریکا متحده ایالتونو مینه‌وال د لوبې په وروستیو شېبو کې د خپلې لوبډلې د ماتې له امله ناهیلي وو، خو په دې خوښ وو چې امریکا له وړاندې بل پړاو ته رسېدلې ده.

د لوبې د پای په وروستیو شېبو کې د ترکیې کان ایهان ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې د سیالیو لومړۍ بریا ورپه برخه کړه.

د امریکا لوبډلې په خپل ترکیب کې نهه بدلونونه راوستي وو او هغه څلور لوبغاړي یې نه وو لوبولي چې په تیرو لوبو کې یې ژېړ کارتونه اخیستي وو. ،

امریکايي اسټن ټرسټي د لوبې په درېیمه دقیقه کې ګول وواهه او د لاس انجلس له نندارچیانو ډک لوبغالی یې په خوښیو راوست.

اوس د امریکا پام د ۳۲ غوره لوبډلو په پړاو کې خپلې لوبې ته اوښتی دی.

دا لوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د کلیفورنیا په سنټا کلارا کې د بوسنیا پر وړاندې ترسره شي.

او د ترکیې لوبډله چې له جام څخه بهر شوې، لږ تر لږه له یو بري سره خپل هېواد ته ستنېږي.

د پنجشنبې په ورځ، د Dګروپ په بله لوبه کې چې په سن فرانسیسکو کې وشوه، د استرالیا لوبډله له پاراګوای سره ۰-۰ مساوي شوه.

استرالیا اوس په دغه ګروپ کې له امریکا وروسته دوهم مقام لري او د ۳۲ غوره لوبډلو په پړاو کې به د G ګروپ له دوهم مقام لرونکې لوبډلې سره لوبه کوي.

په G ګروپ کې ایران چې خپلې دوه لوبې یې مساوي کړي دي، د جمعې په ورځ له مصر سره په سیاټل کې لوبه کوي.

مصر له څلورو امتیازونو سره د G ګروپ په سر کې ځای لري.

د ایران د لوبډلې مسئولینو د مصر په وړاندې د لوبې د ګټلو هیله ښودلې چې دا بری به د ایران دپاره د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته د تللو لار هواره کړي.

د G ګروپ په یوه بله لوبه کې بلجیم او نیوزیلنډ نن د کاناډا په ونکوور کې سره مخامخ کیږي، چې دغه دوه لوبډلې په خپل ګروپ کې دریم او څلورم مقام لري.

د جمعې د ورځې په نورو سیالیو کې، په I ګروپ کې ناروې له فرانسې سره او سنیګال له عراق سره لوبه لري. او په H ګروپ کې، سعودي عربستان له کاپ ورډ سره او هسپانیا له یوروګوای سره مخامخ کیږي.