د مدیترانې په سمندرګي کې د لسګونو ګډوالو ژغورل

د کډوالو د ژغورنې یوې غیر دولتي ادارې ویلي چې د مدیترانې په سمندر ګي کې یې د سه‌شنبې په ورځ ۷۸ کډوال له درېیو بېړنیو خبرداریو وروسته ژغورلي دي.

د «اوشن وایکینګ» د بېړۍ عملې د مالتا د ژغورنې په سیمه کې درې عملیات کړي او ۷۸ کسان یې خوندي ځای ته رسولي دي. د ژغورل شویو کسانو په ډله کې ښځې، بې‌سرپرسته ماشومان، ډېر کم‌عمره ماشومان او یو نوی زېږېدلی ماشوم هم شامل وو.

د دغې ادارې په وینا، ژغورل شویو کسانو د سختې ګرمۍ له امله د بدن د تودوخې له لوړېدو سره مخ وو او ځینو یې د اوبو د کمښت او د نور ټپونه هم لرلې. هغوی ته پر بېړۍ کې درملنه ورکړل شوه.

د ایټالیا د ساحلي ساتنې ادارې یوه ویاند ویلي، د هوا مناسب شرایط یو له هغو عواملو دي چې کډوال د مدیترانې د سمندرګي له لارې سفر لپاره هڅوي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د سپتمبر تر اتمې نېټې پورې سږ کال ۲۰ زره او ۸۳۷ کډوال دې هېواد ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دغه شمېر ۴۶ زره او ۶۳۰ تنه و.