د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: په ایران پورې تړلي سایبري روبوټونه د تفرقې د رامنځته کولو لپاره فعال دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخپل اېکس ټولنیزې شبکې په فارسي حساب کې لیکلي چې د ایلان مسک پورې اړوند د ایکس ټولنیزې شبکې "د دې حساب په اړه" د سرلیک لاندې یو نوی نوښت رامنځ ته کړی چې د کاروونکو د حسابونو موقعیت ښیي، او دا وړتیا ګڼ شمېر روبوټونه او جعلي حسابونه افشا کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا حسابونه د ایران د کاروونکو او روبوټونو د یوې پراخې شبکې برخه ده، چې "دوی د ناسمو معلوماتو د خپرولو او په خلکو کې د تفرقې د اچلولو لپاره د مخالفو ډلو په توګه ځان ښکاره کوي".

دغه وزارت ټینګار کړی چې واشنګټن به د عامه افکارو د کنټرول لپاره د ایران د حکومت "بې ګټې هڅې" افشا کولو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په وار وار ټینګار کړی چې "د ایران راتلونکی د هغه هیواد خلکو پورې اړه لري" او دا چې د ایران خلک "د داسې هیواد مستحق دي چې د دوی هیلو ته عدالت او د دوی تاریخ ته درناوی وکړي، او خدای ته جلال ورکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپلې اعلامیې په پای کې ویلي چې واشنګټن د ایران د خلکو سره ولاړ دی ترڅو دوی وکولای شي خپل راتلونکی په خپله وټاکي.