کندز کې په یوبرید کې شل وسله وال وژل شوي

په وروستیو اونینو کې په کندز کې جګړو بیا زور اخیستی دی

د کندز د شت ارچي ولسوالۍ د ملا قلي په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر موټرو د بې پیلوټه طیارې په برید کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندز د پولیسو د مطبوعاتي د فتر مسول هجرت الله اکبري وویل چې نن دوشنبه سهار ۱۰ بجې د دشت ارچي ولسوالۍ د ملاقلي په سیمه کې بې پیلوټه طیارې د وسله والو طالبانو پر هغو دوه رینجر موټرو برید وکړ چې د کندوز د سقوط پر وخت یې نیولي وو.

اکبري زیاتوي چې په دغه برید کې دوه رینجر تخریب شوي او په کې سپاره ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندز له سقوط وروسته د سیمې قومي خلکو هم له افغان دولت څخه د هغو نظامي وسایطو د له منځه وړلو او یا بیرته نیولو غوښتنه کوله چې وسله والو طالبانو د کندوز د سقوط پر وخت نیولي وو.

د روان لمریز کال له پیل راهیسې په لسګونو مرمۍ ضد وسایط او نور تجهیزات چې طالبانو نیولي وو د افغان او قاطع ملاتړ د قواو له خوا یا تخریب شوي او یا بیرته راوستل شوي دي.

په کندز کې د سپین زر زون قوماندان شیرعزیز کاموال په ونیا د کندوز د سقوط پر وخت تر پنځوسو زیات مرمۍ ضد وسایط طالبانو له ځانه سره بیولي دي.

طالبانو لا تراوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.