چارواکي: د کندهار سپین بولدک کې ۱۶طالبان او ۷ پولیس وژل شوي

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو ترمنځ جګړه کې ۷ پوليس او ۱۶ وسله وال وژل شوي.

پېښه د ولسوالۍ د ناوې په سیمه کې رامنځته شوې چې د ډيورنډ کرښې ته نږدې پرته ده.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز د شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۵مه» اشنا راډیو ته وويل چې تېر شپه یوولس بجې په لوړ شمېر کې وسله والو د ناوې پر امنیتي پوسته برید وکړ چې جګړې تر نن سهار ۳ بجو پوري دوام درلود.

دی زیاته وي چې په‌دې څلور ساعته جګړه کې ۱۶ تنه برید کونکي وسله وال طالبان او ۷ تنه هم پوليس وژل شوي او دغه راز ۱۱ وسله وال او ۴ پوليس ټپیان شوي هم دي.

نوموړي وويل"د سپين بولدک ولسوالۍ اړند د ناوې پر پوسته وسله والو برید وکړ چې په لوړ شمېر کې وسله وال سیمي ته راغلي وو، په جګړه کې د ۱۶ وژل شویو وسله والو له ډلي څخه د ۳ جسدونه په سیمه کې پاته دي او زموږ ۷ تنه پوليس هم وژل شوي."

نوموړی زیاته وي چې سیمې تازه دمه سرتېري رسېدلي او امنیتي پوسته د افغان پوليسو تر کنټرول لاندې ده.

سپین بولدک د کندهار په جنوب کې پراخ نفوس لرونکې او تجارتي ولسوالي ده چې دا پکښې د خپل ډول لمړنۍ پېښه ده.

که څه هم د سپین بولدک امنیتي حالت د کندهار د نورو سیمو په پرتله ښه بلل کېږي خو تازه پېښې يې د ځايي اوسېدونکو اندېښنې را پورته کړي.

خپله وسله والو طالبانو په‌دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.