د ایبولا د مخنیوي دپاره د نوي واکسین د تولید هڅې

د اکسفورډ پوهنتون ساینسپوهان د ایبولا د یوه نوي واکسین ازموینه کوي. دغه واکسین د کووېډ-۱۹ وبا پر مهال کارول شوې ټکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شوی دی.

د رویترز د راپور له مخې دا واکسین اوس مهال پر حیواناتو ازمایل کېږي، او که راتلونکې کلینیکي ازموینې بریالۍ شي، تمه ده چې یو هندي انسټیټیوټ یې په پراخه کچه تولید پیل کړي.

بلخوا، په متحده ایالتونو کې روغتیايي چارواکي د ایبولا د معایناتو او څار تدابیر لا زیاتوي.

د هوسټن د بوش انټرکانټیننټل هوايي ډګر د امریکا درېیم هوايي ډګر دی چې د ایبولا روغتیايي معاینې پکې ترسره کیدای شي. هغه مسافرین چې په تېرو ۲۱ ورځو کې یې ځینو افریقایي هېوادونو ته سفر کړی وي، اوس باید مخکې له دې چې د امریکا دننه نور سفر وکړي په هوسټن، اتلانتا یا واشنګټن ډي سي کې روغتیايي معاینات بشپړ کړي.

په ورته وخت کې، په افریقا کې د دې ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونه وایي چې د ایبولا له امله اوس ۱۰ افریقایي هېوادونه له خطر سره مخ ګڼل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي د لا قوي نړیوالې همکارۍ غوښتنه کوي او خبرداری ورکوي چې هېڅ یو هېواد هم په یوازې ځان د دې کچې وبا سره مقابله نه شي کولی.

د افریقایي روغتیايي مشرانو په غونډه کې، د افریقا د د ناروغیو د کنترول د ادارې عمومي رئیس ډاکټر ژان کاسیا وویل چې وضعیت مخ په لا شدت ښکاري او خبرداری یې ورکړ چې که پیاوړي اقدامات ونه شي، نور انسانان به هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په داسې حال کې چې روغتیايي چارواکي د وبا د کنټرول هڅې کوي د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس ټیډروس ادهانوم ګیبریسوس اعلان وکړ چې هغه به د سې شنبې په ورځ (د مې ۲۶) کانګو ته سفر کوي.

نوموړي وویل چې د ایبولا له امله د مړو شمېر ۲۲۰ ته رسېدلی او خبرداری یې ورکړ چې دا ناروغي د اوسنیو اقداماتو په پرتله په چټکۍ سره خپرېږي.