د مصر بانکونه بیرته پرانیستل شول خو د اسعارو بازار لا تړلی دی

چارواکیو نن په قاهره کی ځینی بانکونه په دی اونۍ کی د لومړي ځل لپاره خلاص کړل او خلک لیکه ورته ولاړ وو چی پیسی تری وباسي

د مصر حکومت د دوو اونیو حکومتی ضد مظاهرو وروسته هڅه کوی چی په قاهره کی حالات عادی کړي ، بانکونه خلاص شوي دی او د خلکو نه غوښتل شوي چی خپل کار وبار پیل کړي.

مصری چارواکیو نن په قاهره کی ځینی بانکونه په دی اونۍ کی د لومړي ځل لپاره خلاص کړل او خلک لیکه ورته ولاړ وو چی پیسی تری وباسي، خو حکومت بانکونو ته امر کړی چی د معینی اندازې نه زیاتی پیسې چا ته ورنکړي او بانکونه هم د یوه محدود وخت دپاره خلاص کړي.

همدا شان نن په قاهره کې په داسی حال کې چې د اونۍ لومړی ورځ وه د موټرو گڼه گوڼه هم شروع شوې وه. د مصر د مالي چارو مامورینو په نظر کې لرل چی د دوشنبی په ورځ به د اسعارو مارکیټ هم پرانیزي، خو پرون یې خپل نظر بدل کړ او په دې اړه یې کومه نیټه یاده نکړه.

د مصر د اسعارو مارکیټ ددې میاشتې په پیل کې له هغه وروسته راولوید چې په ملک کې مظاهرې پیل شوې او د اسعارو په دوو ورځو تبادله کې دوولس میلیارد ډالره خساره ور واوښته خو وروسته حکومت د اسعارو مارکیټ بند کړ.

مظاهره چیانو غوښتل چې حسني مبارک دې د دیرشو کالو واکمنۍ وروسته استعفی وکړي.

بل خوا، د مصر صدراعظم د ملک د غټو مخالفو گوندونو ، د اخوان المسلمین او نورو مخالفینو سره خبرې پیل کړي دي تر څو د دوو اونیو مظاهری کرارې کړي.

صدراعظم عمر سلیمان نن د اخوان المسلمین او د مخالف سیکولر گوندونو د استازو او د آزادو سیاسی شخصیتونو سره خبرې وکړې.

د اخوان المسلمین د گوند مشر محمد موسی د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته وویل چې دغه ډله په خپله غوښتنه ولاړه ده او هغه د حسنی مبارک د دیرش کلنې واکمنۍ پای ته رسیدل دي.

دا په تیر یوه کال کې د مصر د حکومت او د اخوان المسلمین د گوند ترمنځ د لومړي ځل لپاره په ښکاره خبرې دي. اخوان المسلمین یوه یاغي ډله ده چې په ملک کې یې د غریبو او بې وزلو کسانو سره مرستې کولې او د غړي یې په پارلمان کی هم غړیتوب لري.

د مصر بانکونه بیرته پرانیستل شول خو د اسعارو بازار لا تړلی دی

د قاهرې د تحریر په میدانۍ کی نن په دیارلسمه ورځ هم په زرگونو خلک د مبارک د واک خلاف راټول شوي وو.

مظاهره کوونکو د حکومت دا غوښتنه بې باکه وګڼله چې لارې دې خوشې شي او خلک دې خپلو کارونو ته ولاړ شي.

ښاغلي مبارک ویلي چې د سپټمبر د میاشتی د جمهوری ریاست په انتخاب کې ځان نه کاندیدوي.

د یوه بل خبر له مخې ددغو مظاهرو په خاطر د ملی ډیموکراتیک حاکم گوند د اجراُییوی کمیټی غړو پرون استعفی وکړه چې په هغو کی د حسنی مبارک زوی جمال هم استعفی وکړه خو ښاغلی حسنی مبارک تر اوسه د گوند د ریس پحیث پاتې دی.