د مصر صدراعظم وايي، تر څو پورې چې نوی اساسی قانون تیاریږي د پارلماني انتخاباتو ځنډولو ته ترجیح ورکوي چې ټاکل شویده د سپتمبر په میاشت کې وشي.
عصام شرف وايي، د خپل ترجیح باوجود چې غواړي انتخابات دي وځنډول شي، انتقالي حکومت به خپله ټوله وسه وکړي چې هرکله انتخابات کیږي د هغې کامیابي به یقیني کړي.
عصام شرف دا تبصره په داسې وخت کې وکړه چې د لیبرل او سیکولر ډلو شکایتونه زیات شویدي چې وايي د سپټمبر د میاشتې انتخابات به د اخوان المسلمین په ګټه وي.
ځیني کسان له دې ویریږي چې کیدای شي په اساسي قانون کې پله د اخوان المسلمین په خوا کږه شي ځکه چې په پارلمان باندې اخوان المسلمین تسلط لري. اخوان المسلمین په هیواد کې یوه داسې سیاسی ډله ده چې پوره منظمه ده.
د می په میاشت کې اخوان المسلمین اعلان وکړ چې نوی سیاسي ګوند یې جوړ کړیدی چې هغې ته د آزادﺉ او عدل ګوند وايي.
ددغه ګوند نطاق وویل، دوی به په راتلونکو انتخاباتو کې د پارلمان د نیمايي څوکیو لپاره انتخاباتي مبارزه وکړي.
اخوان المسلمین ګوند په کلونو کلونو غیر قانوني اعلان شوي و او په تیرو پارلماني انتخاباتو کې یې خپل کسان د مستقلو کاندیدانو په حیث معرفي کول. د ۲۰۰۵ کال له انتخاباتو نه وروسته د مصر په ولسي جرګه کې تقریبا پنځمه برخې څوکې لاس ته راوړي وي مګر واقعا د تیر کال په پارلماني انتخاباتو کې یې مخه ونیول شوه. دغه سیاسي تحریک ددي میاشتي په سر کې قانوني اعلان شو.
د پخواني جمهوررئیس حسني مبارک په وخت کې د مصر مقاماتو د اخوان المسلمین په سلګونو پلویان د انتخاباتو نه دمخه بندیان کړي وو.