لوی اختر په انځورونو کې

د کوزوو په پرستینا ښار کې د لوی اختر د لمانځه وروسته، ماشومان د دعا په حال کې.

د مصر د قاهره ښار په الصدیق جومات کې مسلمانان د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو په حال کې.

د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې یوه وړه انجلۍ چې پر مصنوعی اس سپره ده.

د اندونیزیا د جاکارتا ښار په یوه سړک باندې مسلمانان د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو په حال کې.

د سږ کال د حج په مراسمو کې حاجیان د کعبې یوه دیوال ته د نیږدې کیدو په حال کې.

د امریکا د نیویارک ایالت په بروکلن ښار کې مسلمانان، د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو په حال کې.

د نیویارک ایالت په بروکلن ښار کې مسلمانې ښځې، د اخترمبارکۍ په حال کې.

د قزاقستان په الماتي ښار کې یو قصاب د لوی اختر په لومړي ورځ د قربانۍ لپاره د یوه پسه د وړلو په حال کې.

د امریکا د کالیفورنیا ایالت د الفاتحه په جومات کې مسلمانان د لوی اختر د لمانځلو په حال کې.

د هند په کلکته ښار کې یو نارینه چې د قربانۍ وزګوړی په ټکسي موټر کې وړي.