اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې په افغانستان کې د خلکو د معیشت د ملاتړ، د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو او د زیانمنونکو ټولنو د مقاومت او پیاوړتیا لپاره یې ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

دا مرسته د «BRIDGE» په نوم د ۱۳.۵ میلیونه یورو د یوه پروګرام برخه ده، چې پاتې ۳.۵ میلیونه یورو به د آغاخان بنسټ له خوا برابرې شي.

د اروپايي ټولنې د اعلامیې له مخې، دا پروګرام به د ۳۶ میاشتو لپاره د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې پلي شي.

تمه ده چې په مستقیم ډول به ۸۳ زره او ۱۹۷ کسان او په غیرمستقیم ډول به له ۵۸۲ زرو څخه ډېر کسان ترې ګټه واخلي.

ددې پروګرام له لارې مرستې زیاتره ځوانانو، راستنېدونکو کډوالو، د هېواد دننه بې‌ځایه شویو کسانو او د زیانمنو کورنیو غړو ته ځانګړی شوې دي.

د دې پروګرام یوه مهمه برخه به د کرنې او د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړې وي. شاوخوا ۳۵ زره او ۹۰۰ کسان به د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره د کرنې، د کرنیزو ټکنالوژیو او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت له پروګرامونو څخه برخمن شي.

اروپايي ټولنه وايي، د دې پروګرام موخه په افغانستان کې د اقتصادي ثبات پیاوړتیا، د خلکو لپاره د کار او عاید فرصتونو رامنځته کول، د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ او د راستنېدونکو کډوالو او د هېواد دننه بې‌ځایه شویو کسانو د دوامدار ادغام لپاره د فرصتونو برابرول دي.

دغه پروګرام به همدارنګه د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو د اصلي عواملو په کمولو کې مرسته وکړي.