په ایرلنډ کې د اروپايي هېوادونو د دفاع د وزیرانو غونډه

د اروپايي هېوادونو دفاع وزیران په ایرلنډ کې سره راټول شوي، چې د اوکراین د جګړې او د اروپا د دفاعي چمتووالي په اړه غیر رسمي خبرې وکړي.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو دفاع وزیران د سې شنبې په ورځ (سپتمبر لومړۍ) په ایرلنډ کې د اروپا د امنیت له مهمو او جدي ننګونو سره د مقابلې پر لارو چارو د بحث لپاره غونډه کوي.

تمه ده چې د اروپايي ټولنې وزیران د دغې دوه ورځنۍ ناستې پر مهال د اوکراین، د اروپا د امنیت او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د لومړیتوبونو په اړه بحثونه وکړي.

دا خبرې د ایرلنډ د دفاع وزیرې هیلن مک‌اینټي او د سیاسي چارو په برخه کې د اروپايي ټولنې استازې کایا کالاس په کوربتوب ترسره کېږي.

دا غیر رسمي غونډه د اروپايي هېوادونو ددفاع وزیرانو ته فرصت ورکوي چې د اروپايي ټولنې د رسمي پرېکړو څخه بهر، د امنیتي همکاریو په اړه ازاد بحث وکړي.

د ایرلنډ لپاره دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې دغه هېواد د اروپا په امنیتي او دفاعي همکاریو کې خپل رول ارزوي، خو په ورته وخت کې له پوځي اړخه خپله اوږده مهالې بې طرفه تګلاره هم ساتي.

تمه ده چې په ایرلنډ کې د دفاع وزیرانو په خبرو کې دا موضوع هم وڅېړل شي چې اروپايي هېوادونه څنګه کولی شي له اوکراین سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او په عین حال کې د راتلونکو امنیتي ګواښونو پر وړاندې خپل غبرګون پیاوړې کړي.

دغه دیپلوماتیکې ناستې به د چهارشنبې په ورځ هم دوام وکړي.