بغداد کې چاودنې کې ۹ تنه وژل شوي

په عراق کې امنیتي چارواکي وایي د تیلو د یو ټانکر په چاودنې کې لږ تر لږه ۹ تنه عام خلک وژل شوي او ۱۳ نور ټپي شویدي.


په بغداد کې د امنیتي ځواکونو قوماندان احمد سلیم په یوې اعلامیې کې شنبه اکټوبر ۲۹ (لړم۷) ویلي چې چاودنه یوه پیښه وه او د ترهګرۍ عمل نه و.

ښاغلي سلیم ویلي چې چاودنه دومره زوروه وه چې غږ یې تقریباً په ټول بغداد کې اوریدل شوی. هغه ویلي چې د تیلو دا ټانکر د بغداد په ختیځه برخه کې د فوټبال یو لوبغالي سره نږدې د خلکو د اوسیدو په ځای کې درول شوی و.

سره لدې چې امنیتي ځواکونو د ۹ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی خو په بغداد کې د یو روغتیايي مرکز سرچیني د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په پیښې کې ۱۲ تنه وژل شوي.

همدې سرچینې ویلي چې ۲۰ تنه ټپي شوي هم دي.

په سیمه کې د فرانس پریس یو خبریال ویلي چې د چاودنې په شاوخوا کې د خلکو د کورونو ښیښې ماتې شوي او ګڼ شمیر موټر هم پکې تبا شویدي.

د عراق جمهور رئیس عبدالطیف رشید ژمنه کړې چې د پیښې په هکله به پلټنې کیږي او هغوي چې د دې چاودنې مسؤل دي، وبه پیژندل شي.


په عراق کې دا ډول چاودنې تقریباً عادي پیښې دي ځکه چې د ترانسپورټ او رغاونې په برخې کې د خوندیتوب اصول په نظر کې نه نیول کیږي او ډیری وخت پکې نیمګړتیاوې وي.


د ۲۰۲۱ کال د اپریل په میاشت کې د بغداد په یو روغتون کې وروسته تر هغه څه باندې ۸۰ کسان ووژل شو چې هغه بوتلونه وچاودیدل چې اکسیجن پکې په ناوړه توګه خوندي شوی و.