فراه د خاک سفید ولسوال د ماین په چاودنه کې وژل شوی

د خاک سفید ولسوال عبدالخالق نورزی نن فراه د ولایت په مرکز کې وژل شوی.

د فراه ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د خاک سفید ولسوال عبدالخالق نورزی نن د سه شنبې په سهار د فراه په مرکز کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د فراه ولایتي چارواکو د وینا له مخې ولسوال نورزی د فراه ښار په چهارباغ سیمه کې اوسیده او سهار له جومات څخه کور ته پر لار وو، چې د خپل کور مخ ته یو ځای پر ځای شوي ماین پرې وچاودیده.

د فراه ولایت والي اصف ننګ امریکاغږاشنا راډیوته د ماین په چاودنه کې د خاک سفید د ولسوال وژل کیدل تائید کړي دي.

ښاغلي ننګ وویل، چې امنیتي ادارو د پېښي په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د فراه ولایت والي وویل چې ماین د ولسوال د کور مخ ته ځای پر ځای شوی وو، چې له لري واټن څخه کنټرول کیده.

وسله والو طالبانو د پېښي مسئولیت په غاړه اخیستی.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي یوه بیان کې ويلي چې، د خاک سفید ولسوال نن سهار دفراه مرکز کي دخپل کورمخ ته دیو تاکتیکي تعبیه شوي ماین په چاودنه کي ووژلشوی دی.