په سره سمندرګي کې د حوثي یاغیانو له خوا پر بار وړونکې بېړۍ مرګونی برید

آرشیف

پوځي چارواکو او د یمن د سمندري ځواکونو سرچینو ویلي، د ایران ملاتړې د حوثي یاغیانو ډلې د سې شنبې په ورځ په سره سمندرګي کې پر یوې بار وړونکې بېړۍ برید کړی چې پکې لږ تر لږه د عملې درې غړي وژل شوي.

د برېتانیا د سمندري امنیت ادارې (UKMTO) ویلي چې بېړۍ په یوې نامعلومې چاودېدونکې وسیلې ویشتل شوې، چې له امله یې مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده. دغې سمندري ادارې د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله ویلي، پېښه د یمن د المخا بندر ته څېرمه، د سره سمندرګي په جنوبي برخه کې شوې ده.

دغې ادارې په یوه امنیتي خبرتیا کې ویلي: "چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي. له بېړیو غوښتل کېږي چې په احتیاط تګ راتګ وکړي او د هر ډول مشکوک فعالیت په اړه دوي ته رپوټ ورکړي."
د تانزانیا په بیرغ د سمبالې بېړۍ د وضعیت په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

دا په سره سمندرګي کې د بریدونو د یوې نوې لړۍ وروستۍ پېښه ده. حوثیانو د جولای په ۲۰مه اعلان وکړ چې پر سعودي عربستان سمندري محاصره لګوي. هغوی پر ریاض تور لګولی چې د جولای په ۱۳مه یې د صنعا هوايي ډګر په نښه کړی و، څو د هغې ایراني الوتکې د ښکته کیدو مخنیوی وکړي چې غوښتل یې د یمن د حوثیانو تر کنټرول لاندې پلازمېنې ته ور ښکته شي.

سعودي عربستان د یمن حکومت څخه چې په نړیوالې کچې په رسمیت پېژندل شوی دی ملاتړ کوي. دغه حکومت له حوثي یاغیانو سره په جګړه کې دی.

د اګست په ۵مه، د یمن د المخا ساحل ته څېرمه پر دوو سوداګریزو بېړیو برید وشو، چې لدې ډلې څخخه یې یوه د سمندري بې‌پیلوټه الوتکې یا ډرون له برید وروسته ډوبه شوه.

وروسته هند تایید کړه چې د دغه هېواد یوه سوداګریزه بېړۍ MSV Faize Noore Oliya یې چې د هند بیرغ ورباندې رپیده، د اګست په ۴مه په سره سمندرګي کې تر برید وروسته ډوبه شوې ده. هند وویل، د بېړۍ ۱۳کسیزه عمله- هندي اتباع ژغورل شوي دي.

حوثیانو تېره چهارشنبه وویل چې د سمندري محاصرې له اعلان وروسته یې پر اته سعودي بېړیو بریدونه کړي.

سعودي عربستان ژمنه کړې چې د نړیوال قانون له مخې به د خپلو بېړیو د ساتنې لپاره «ټول اړین اقدامات» ترسره کړي.

متحدو ایالتونو هم ویلي چې په کلکه د سعودي عربستان ترڅنګ ولاړ دی او په سره سمندرګي او باب‌المندب کې د سمندري تګ راتګ د محاصرې یا د حوثیانو له خوا هر ډول ګواښ غندي.