د متحدو ایالتونو چارواکي د ميشيګن ايالت په يوې کنیسې (د يهودانو عبادتځای) کې د «هدفمند بريد» او د ويرجينيا ايالت په يوه پوهنتون کې د شکمن ترهګریز برید د پېښې په اړه پلټنه کوي.
پوليس وايي يو وسلهوال سړي د پنجشنبې په ورځ (مارچ۱۲) د ډيټروايټ ښار ته نږدې یو موټر (ټرک) د کنیسې له دروازې سره جنګولی چې بیا امنیتي ساتونکو وواژه.
چارواکو بريدګر ايمن محمد غزالي لبناني الاصله امریکایی ښودلی دی.
د فدرالي پلټنو ادارې (اف بي آی) وويل دا بريد «د يهودي ټولنې پر ضد هدفمند تاوتريخوالی» و.
پوليسو وويل چې د بريد پر مهال د اور لګېدو له امله ۳۰ قانون پلي کوونکي افسران د لوګي د تنفس له امله زيانمن شوي. په هغه ځای کې موجود ۱۴۰ د وړکتون ماشومان په خوندي ډول وایستل شول.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې په دې هکله وويل: «زه غواړم د ميشيګن د يهودي ټولنې او د ډيټروايټ د سيمې له ټولو خلکو سره د نن ورځې د يهودي عبادتځای له بريد وروسته خپله مينه او ملاتړ څرګند کړم.»
په همدې حال کې، په ويرجينيا ايالت کې چارواکي وايي يو کس چې مخکې د اسلامي دولت (داعش) ډلې ته د ملاتړ په تور محکوم شوی و، د پنجشنبې په ورځ په اولد دومینین پوهنتون کې يو بل کس وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.
ايفبيای وويل چې دا پېښه د ترهګرۍ د عمل په توګه څېړي.
حکومت بریدګر محمد جالو ښودلی او ويلي چې هغه د هغو محصلانو له خوا ووژل شو چې د پوځي افسرۍ لپاره یې روزنه ترلاسه کوله.
جالو په ۲۰۱۷ کال کې وروسته له هغه محکوم شو چې د داعش غړو سره د لیدو لپاره یې سفر وکړ او د برید کولو هیله یې څرګنده کړه. هغه په ۲۰۲۴ کال کې له زندانه خوشې شوی و.