د ٢٠١٥ کال د فبرورۍ یوولسمه

د افغانستان د کندز په ښار کې د یو موټربمي چاودنې وروسته لوگي او دوړې کتل کیږي. دا تصویر د پولیسو پر مرکز باندې د طالبانو د برید پر وخت اخیستل شوی.
 

د مراکش او په شمالي افریقا کې د اسپانیا د قلمرو د میلیلا د سیمې ترمنځ په پوله افریقايي مهاجرین پر یو سرحدي دیوال ناست دي چې اسپانیې ته واوړي. یو اسپانوي ملکي گارد هغوی ته خوراکي توکي وراچوي.

 

دا په زړه پورې تصویر چې د امریکا د فضایي ادارې ناسا د فضایي تیلیسکوپ په واسطه اخیستل شوی په کې د کهکشان د ستورو غنچه بریښي او داسې ښکاري لکه چې خاندي.

.

د ختیځ اوکراین د کراماتورسک په ښار کې خلک د یو لگیدلي توغندي د پاتې شونو ننداره کوي.

د چین د مرکز بیجینگ په ښار کې د واورو او کنگل د کارنیوال (جشن) یوه ننداره.

 

د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې سختو موسمي بارانونو لارې کوڅې پر سیلابونو ډکې کړې دي. په دغه انځور کې یو میړه او ماندینه گورو چې په موټرسایکا سپاره د سیلاب له مینځه تیریږي.
 

د لبنان په مرکز بیروت کې له توپاني جوي حالاتو په ترڅ د ساحلي اوبو دپاسه د سمندري مرغانو الوتنه.

د ایټالیا د روم ښار د پیتزا نونا په سیمه کې یو ښاري هنرمند د خپل هنر د ښودولو پر وخت.

د هند د گجرات په ایالت کې کارگران د پنبې د حاصلاتو له راټولولو وروسته د پنبې انبارونه د پروسیس لپاره تیاروي.

په مرکزي لندن کې نڅا کوونکې د امریکایي سندرغاړې تایلر سویفت د ممیایي مجسمې پر شاو خوا راتاو شوي چې عکاسان یې عسکونه واخلي.

دا تصویر د جاپان په مرکز توکیو کې د "لمر د ځلا" په نامه د سمندري ژویو په نندارتون کې اخیستل شوی.