د ورځې غوره انځورونه

د لندن په ژوبڼ کې د عاشقانو د ورځې او د پنګوین د نسل د تکثیر د موسم په خاطر پنګوینونو ته خاص خواړه چې د زړه په څیر دي، ورکړل شول.

رام الله ښار په لویدځه برخه کې یو فلسطینی لاریون کونکی د اوښکي بهونکي ګاز د قوطۍ د بیرته اچولو په حال کې چې د اسرائیلي پوځونو له خوا د هغوی خوا ته اچول شوې ده.

د کولمبیا په بوګاتا ښار کې د عاشقانو له نړیوالې ورځې نه مخکې د ګلونو د یو فارم کارکونکي بازار تته د ګلونو د انتقال په حال کې.

د مصر د قاهرې ښار په جنوب کې خلک د هغه ترن د لیدو په حال کې چې تکر شوی دی.
 

د هندوستان په کشمیر کې له واورې ډګې یوې کوڅې نه یو نارینه د تیریدو په حال کې.

د فرانسې په نیس ښار کې د کارنیوال د جشن له پیلېدو مخکې کارکونکي د کارنیوال د پاچا د سر د انتقال په حال کې.

د اسرائیل په جنوب کې د مرغانو ګډا.

د چین د شاندونګ ولایت د لیوچنګ ښار کې لرغوني ودانۍ چې په څراغونو تزیین شوي دي.

د امریکا د هاوايي ایالت په هالیوا سیمه کې یو نارینه د سمندر د څپو خوا ته د مڼډو په حال کې.

د انګلستان په جنوب کې د سمندر یوه زوروره څپه چې پر حفاظتی دیوال لګیدلې ده.