د ورځې غوره انځورونه

د مقدونیې د پوځ یو موټر د یونان او مقدونې د سرحد څخه د تیریدو په حال کې چې په دواړو خواوو یې د پناهغوښتونکو د مخنوي لپاره اغزي لرونکي سیمونه نیول شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو ماشومه انجلۍ د واکسین د څاڅکي د څکلو په حال کې.

اسپانیايي بزګران له پرتګال هیواد څخه د شیدو د واردات به اعتراض کې له یو ټانکر څخه پر ځمکه د شیدو د تویولو په حال کې.

د هانګ کانک په یوه تجارتي مرکز کې خلک د روښانه ریدي ګلونو د یوه باغ د لیدو په حال کې.

د هند په لکنوو ښار کې یو بالون په لمرخاته کې هوا ته د جګیدو په حال کې.

د چین د یوننان ولایت د ژوو په یو روغتون کې یو اورنګوتان بیزو د شیدو څکلو په حال کې.

د امریکا په لاس ویګاس ښار کې  ولسمشریزو ټاکنو ته دیموکرات کاندید برني سندرز د هغه درې میاشتني ماشوم د لیدو په حال کې چې څیره یې سندرز په څیر جوړه کړې ده.

د هند به اله آباد کې هندو نارینه د ماغ میله په نامه مذهبي مراسمو په حال کې.

د فرانسې په جنوب کې د کارنیوال جشن ګډونوالې.

د امریکا په نیویارک ښار کې د سپیو د یوې سیالۍ، کلب ډاګ شو، ګې یو ګدون کونکی سپی.