د ورځې غوره انځورونه
د اسپانیا د مادرید ښار د فیشن په اونۍ کې، یو ماډله د جامو د ښودلو په حال کې.
د کاناډا صدار اعظم جسټن ټروډو په برلین ښار کې د "هلوکاست" یا د یهودانو د قتل عام د قربانیانو د قبرونو د لیدلو په حال کې.
د برازیل د کامپیا ګراندې په سیمه کې یو پنځه کلن ماشوم چې د یوه وچ ډنډ په تله کې ولاړ دی.
د هند په کلکته ښار کې یو نارینه خپل رستورانت ته د خوړو د پخولو په حال کې.
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې خلک د سپیو د جنګولو د سیالۍ د نندارې په حال کې.
د صربیا په بلګراد ښار کې د تشریفاتو ګارد چې د دغه هیواد صدر اعظم کریسټین کرن ته د ښه راغلاست ویلو لپاره وړاړ دي.
د عراق د موصل ښار په لویدیځه سیمه کې د حشد الشعبي ډلې وسلوال چې له داعش ډلې سره د جګړې لومړې کرښه ساتي.