غوره شوي عکسونه
د جنوبي کوریا د هوایی ځواک اکروباتیک ټیم، په سنګاپور کې د هوایي نندارې د فیسټيوال په بهیر کې د یو په زړه پورې حرکت د ترسره کولو په حال کې
د اسرائیل سرحدي پولیس د هغه کس د راګرځولو هڅه کوي چې غوښتل یې غزې ته د بشردوستانه مرستو رسولو کاروان مخه ونیسي
د لبنان په یوښارګوټې کې د اسرائیل د هوایی برید له امله رامنځته شوې زیان
اسرائیلي ښځینه سرتیري د اسرائیل په جنوبي پوله د غزې تړانګه ته مخامخ د عکس اخیستلو په حال کې
په لندن کې د شاهي محکمې ودانۍ مخې ته په راغونډیو سره یو شمېر کسانو متحدو ایالتونو ته د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی جولین اسانژ د احتمالي سپارلو پر وړاندې اعتراض وکړ او غوښتنې یې مطرح کړي
د روسیې او اوکراین د جګړې په ترڅ کې د روسیې تر کنټرول لاندې اوکراین د دونتسک په یو واټ کې د راکټي برید په ترڅ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله
د بنګله دیش په پلازمینه ډاکه کې یو کاریګر د پلاستيکي بوتلونو د بیاکارولو یا (ریسایکل) فابریکه کې په کارول شوي پلاستيکي بوتلونو لیکنې لرې کوي
یوه ځنګلي پيشو د هسپانیا د "سیرا دی ارانا" د غرونو په لمن کې له خوشې کیدو وروسته د منډې په حال کې
په جاپان کې د کازاو د سرکیو ګلانو موسم چې د پسرلي موسم د را رسیدو زیری ورکوي
د سریلانکا په هابارانا کې یو وحشي فیل د سړک څخه د اوښتو په حال کې
عظمت الله عمرزی، د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د شل اووریزې لوبې په دویمه لوبه کې د پاتم نیسانکا د ویکټې د ترلاسه کولو وروسته خوشحالي کوي
د افغانستان په نورستان ولایت کې د غره ښویدو په پیښه کې ۲۵ کسان مړه شوي
په پلازمینه کابل کې د موټر ځغلولو سیالي
په برلین کې د روسیې سفارت مخې ته د ولسمشر پوتین د سرسخته منتقد الکسي ناوالني پر مړینې غمرازی
ایران د شنبې په ورځ، فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) د هوايي دفاع دوه نوي سیستمونه معرفي کړل.