غوره شوي عکسونه
د البانیا په 'پرمټ' ښار کې د ځنګلي ونو د څانګو تر شا د پنځلسمې شپې سپوږمۍ انځور
د پاکستان د لاهور ښار ته څیرمه د غبار څپه
د یوې خیریه موسسې لخوا فلسطیني ماشومان سره د پاخه شوي خواړو مرسته
درې ورځې وړاندې د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سان هوزی ښار کې سخت توپان او اورښتونو پراخه ویجاړي رامنځ ته کړه
سویسي پیانو غږونکی آلن روشه د جرمني په مونیخ ښار کې د کنسرټ پر مهال، خپلو مینه والو ته د یوې لوړې ارتفاع څخه پیانو وغږوله او ددوی تنده یې خړوبه کړه
د فیلیپین په پلازمینه مانیلا کې د یخ پلورنځی
د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د ډیجیټلي هنرونو نندارتون
په افغانستان کې ماشومانو ته د ماینونو د خطرونو په اړه پوهاوی
د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت د وسله والو ځواکونو او په هغه هیواد کې د یاغیانو ترمنځ جګړې په لسګونو زره خلک بې ځایه کړي دي
په پاکستان کې د ټول ټاکنو لپاره چمتوالی
پلازمینه تهران کې د بهشت زهرا په هدیره کې چمتو شوي قبرونه
د مکسیکو او متحده ایالاتو ترمنځ په یوه سرحدي سیمه کې یو شمېر پناه غوښتونکي په غیر قانوني توګه امریکا ته د ننوتلو لپاره شیبې شماري
د چیلي د ویلا ډل مار سیمې په ځنګلونو کې اورلګېدنې زرګونه کورنۍ بې کوره کړي دي
د هند په ویساکاپټنم بندر کې د کب نیونکو محصولات