د ورځې غوره انځورونه

د غزې به ټړانګه کې د اسرائیلو د یوه هوايي برید برید شیبه.

د یونان په هلنیکن کمپ کې افغان پناه غوښتونکي چې د دغه هیواد د کډوالو د وزیر پر مخ یې د دغه کمپ دروازه تړلې ده او له پولیس سره نښتي دي.

د کاناډا په کبک ښار کې د کنګل پر سر د کیښتۍ چلولو په سیالۍ کې د پولیس ټیم.

د امریکايي فوتبال د وروستۍ سیالۍ یا سوپر بال د لوبې په نیمايي کې سندرغاړې لیډي ګاګا، د سندرې د ویلو په حال کې.

د صربیا په بلګراد ښار کې یو افغان پناه غوښتونکی چې د هوا د سوړ والي له کبله یې ځان پوښولی دی.

د رومانیا په بخارست ښار کې لسهاو زره لاریون کونکي چې د فساد په اړه د دولت د احکامو په وړاندې د اعتراض لپاره راغوڼډ شوي دي.

د سنګاپور په یوې تجارتي سیمه کې یو هنري اثر چې د یوې غڼې په څیر دی.

د جرمني په فرانکفورت ښار کې د یوه پول سوری چې په اوبو کې ښکاري.