د کیوبا انقلابي رهبر فیډل کاسټرو مړ شو

فیډل کاسټرو په ١٩٥٩ کال کې واک ته ورسید او پنځه لسیزه یې پر کیوبا حکومت وکړ.

د فیډل کاسټرو د مړینې خبر، د کیوبا په وخت د جمعې په ورځ ناوخته، د هغه ورور د کیوبا جمهوررئیس راول کاسټرو په دولتي تلویزیون کی وکړ.

راول کاسټرو وویل "د امریکا په قارې او نړۍ کې زموږ ملګرو ته، نن د نوامبر د میاشتی په ۲۵ نیټه د ماښام ۱۰ بجې او ۲۹ دقیقې، د کیوبا د انقلاب قوماندان او مشر فیډل کاسټرو مړ شو. د هغه مړی به وسوځول شي."

ټاکل شوی کمیسیون به د شنبې په سهار د کیوبا د انقلاب موسس فیډل کاسټرو ته د درناوی د مراسمو د تنظیم اعلان وکړي.

فیډل کاسټرو د امریکا په قارې کې لومړی کمونستي نظام جوړ کړ. هغه په ۱۹۵۹ کال کې د کیوبا د هغه وخت د منتخب جمهوررئیس فولخینسو باوتیستا حکومت رانسکور کړ او د باوتیستا په څیر پخپله یو دیکتاتور شو.

له کیڼ اړخه: ١٩٦١ کال، منځنی په ٢٠٠٠ کال کې او وروستی په ٢٠١٦ کال کې.

هغه مهال چې فیډل کاسټرو قدرت په لاس کی واخیست نو هوانا ته په لسګونو زره کسان د هغه هرکلي ته ورغلل. خو، په عین وخت کې، په زرګونو نور کسان د هغه د ځپونکو پالیسو پخاطر د کیوبا نه وتښتیدل. ځینو کسانو خو خپلې کورنۍ او هر څه یې چې درلودل پریښودل او د کیوبا نه ووتل. په دغو پناه غوښتونکو کی ځینې داسې کسان هم وو چې متحده ایالتو ته د رسیدو نه مخکې په لاره کې مړه شول.

کاسټرو د ۱۹۵۹ کال نه تر ۱۹۷۶ کال پورې د کیوبا صدراعظم و او بیا د ۱۹۷۶ کال نه تر ۲۰۰۸ کال پورې د کیوبا جمهوررئیس شو. هغه ته د سوسیالیزم، او امپریالیزم ضد، د یو اتل په توګه کتل کیږي.

کاسټرو د ۱۹۶۱ کال نه بیا تر ۲۰۱۱ کاله پورې د کیوبا د کمونسټ ګوند عمومي منشي هم و.

د فیډل کاسټرو په وخت کې، په کیوبا کې د یوه ګوند واکمني وه. صنعت او تجارت د حکومت په انحصار کې وو او په ټول هیواد کې سوسیالستي اصلاحات عملي کیدل.

په کاسټرو باندې د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر انتقادونه هم کیږي.

امریکا د تیرکال د جولای په میاشت کې د کیوبا سره دیپلوماتیکي اړیکې له سره پیل کړي او جمهوررئیس باراک اوباما کیوبا ته سفر هم وکړ خو په کیوبا باندې اقتصادي بندیزونه اوس هم لا پر ځای پاتی دي.