د فوټبال نړیوال جام د لوبو د نږدې یوې میاشتې له تیرېدو سره ، د اتو غوره لوبډلو ترمنځ په سیالیو کې د نړیوال جام د ګټلو ترڅنګ د ترټولو غوره ګول وهونکي د جایزې لپاره هم سیالي خورا توده شوې ده.
په لاس انجلس کې د کوارټر فاینل په لوبه کې د جمعې په ورځ (جولای ۱۰) هسپانیه او بلجیم میدان ته وځي.
د طلايي بوټ جایزه هغه لوبغاړي ته ورکول کېږي چې د جام په لوبو کې تر ټولو ډېر ګولونه ووهي.
اوس مهال د ارجنټاین لیونل میسي او د فرانسې بریدګر کیلیان امباپې هر یو د اتو ګولونو په لرلو سره په ګډه لومړی ځای لري. میسي خپل اتم ګول د مصر پر وړاندې د سېشنبې په لوبه کې وکړ او خپلې لوبډلې سره یې د ۳-۲ بریا او کوارټر فاینل ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړه.
امباپې د پنجشنبې په ورځ د مراکش پر وړاندې د فرانسې په ۲-۰ بریا کې خپل اتم ګول وواهه او د میسي سره یې ځان برابر کړ.
دغو دواړو ستورو د ۲۰۲۲ کال د قطر نړیوال جام د ګولډن بوټ لپاره هم له یو بل سره سیالي کړې وه. هغه مهال امباپې د اتو ګولونو په وهلو سره جایزه وګټله او میسي د اوو ګولونو سره دوهم مقام خپل کړ.
خو سږ کال نور لوبغاړي هم د دوی تر شا په نږدې واټن کې ځای لري او هڅه کوي دا جایزه خپله کړي.
د ناروې بریدګر ایرلینګ هالنډ له اوو ګولونو سره دوهم ځای لري، ورپسې د انګلنډ هري کېن دی چې شپږ ګولونه یې وهلي دي. هالنډ او کېن سبا په میامي کې د ناروې او انګلنډ په لوبه کې سره مخامخ کیږي.
درې نور لوبغاړي هم د دې سیالۍ په ډګر کې پاتې دي. د فرانسې عثمان ډیمبلي پنځه ګولونه کړي، او د انګلستان جوډ بیلینګهم او د هسپانیا میکل اویارزابال هر یو څلور ګولونه لري. هسپانیا به د جمعې په ورځ په لاس انجلس کې له بلجیم سره میدان ته ووځي.
خو د دې ټولو سیالیو سره سره، د سږني نړیوال جام هېڅ یو مخکښ ګول وهونکی لا هم د فرانسې د پخواني لوبغاړي جسټ فونټین ریکارډ ته نه دی رسېدلی. فونټین د ۱۹۵۸ کال د سویډن نړیوال جام کې ۱۳ ګولونه کړي وو، چې لا هم په یو نړیوال جام کې د یو لوبغاړي د ګولونو ریکارډ ګڼل کېږي.
د ویډیو مرستیال داور یا VAR ټکنالوژي د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام له تر ټولو جنجالي موضوعاتو څخه ده.
که څه هم فیفا وايي د دې ټکنالوژۍ موخه د داورۍ د څرګندو تېروتنو سمول او د عادلانه پرېکړو نقيني کول دي، خو ددې ټکنالوژۍ پراخ استعمال د لوبغاړو، روزونکو او مینهوالو نیوکې راپارولي دي.
فیفا د سږني نړیوال جام لپاره د ویډیويي داور صلاحیتونه پراخ کړي دي او د جام په لوبو کې په استعمالېدونکي توپ کې یې داسې سنسرونه ځای په ځای کړي چې د افسایډ او نورو پرېکړو په برخه کې دقت زیاتوي.
خو منتقدان وایي، دا پرمختللې ټکنالوژۍ او د لوبې په مهال پیچلې تخنیکې ارزونې ځینې وختونه د لوبې خوند کموي او د لوبو د طبیعي بهیر د ګډوډۍ لامل کیږي.
ددې نیوکو سره سره، فیفا ټینګار کوي چې په لوبو کې د عادلانه داورۍ او شفافیت لپاره به د VAR کارولو ته دوام ورکړي.