د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ؛ برازیل، جرمني او هالنډ سیالۍ لري

په لومړۍ لوبه کې، پنځه ځله د نړیوال جام اتل برازیل به د ټیکساس په هوسټن ښار کې د جاپان سره مخ شي. برازیل په C ګروپ کې د غوره ټیم په توګه دې مرحلې ته رسیدلی، پداسې حال کې چې جاپان په F ګروپ کې د دوهم ټیم په توګه پرمخ تللی.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ؛ برازیل، جرمني او هالنډ سیالۍ لري

ټاکل شوې چې د فوټبال نړیوال جام د روانو سیالیو په حذفي پړاو کې نن دوشنبه جون ۲۹ درې مهمې لوبې وشي.

په دویمې مهمې لوبې کې جرمني د پاراګوای سره مخ کیږي. د جرمني لوبډلې په ګروپي لوبو کې ۱۰ ګوله وهلي چې د روانو سیالیو یوه تر ټولو برید کوونکي لوبډله بلل کیږي ، خو پاراګوای بیا هیله لري دفاعي لوبه وکړي او د فرصتونو څخه په ګټې اخیستو حیرانونکي لوبه وکړي.

خو د نن ورځې یوه تر ټولو حساسه لوبه بیا د هالنډ او مراکش تر منځ ده چې په اطلس زمریانو باندې هم شهرت لري. دا لوبه ځکه مهمه ده چې دواړه لوبډلې په نړیواله کچه د سر په لسو لوبډلو کې راځي.

د نن ورځې د سیالیو ګټونکې لوبډله به د روانو لوبو اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړي.

جولیان، چې د جرمنی ۳۸ کلن روزونکی دی، هیله لری چې د هغه ټیم د بریاوو لړۍ ته دوام ورکړي خو پاراګوی، چې د امریکا له درنې ماتې سره سره د حذفي یا ناک آوټ پړاو ته ورسېد، هڅه کوی چې حیرانونکې لوبه وکړي.

د لوبې په شپه، جولیان وویل چې پاراګوی یو دفاعی او ستونزمن ټیم دی او جرمنی باید خپله غوره هڅه وکړي ترڅو له دې سیالۍ تیر شي