د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام په حذفي پړاو کې د جمعې په ورځ (جولای درېیمه) مصر استرالیا، ارجنټاین کیپ وردي او کولمبیا ګانا ته ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره لوبډلو مرحلې ته یې لاره ومونده.
د دغې ورځې په لومړۍ لوبې کې مصر او استرالیا په ټاکل شوي وخت کې لوبه یوه-یوه مساوي کړه، خو د پنالټي په شوټونو کې بیا مصر استرالیا ته څلور-دوه ماتې ورکړه او بلې مرحلې ته ووتل.
ارجنټاین بیا په یوې په زړه پورې لوبې کې کیپ وردي ته درې-دوه ماتې ورکړه. د ارجنټاین وتلي ستوري میسي لومړی ګول وواهه او په دغې بري کې یې مهمه ونډه واخیسته.
که څه هم لوبه ارجنټاین وګټله، خو د لوبو مبصرینو او مینه والو د کیپ وردي لوبغاړي وستایل چې د ارجنټاین غوندې یوې پیاوړې لوبډلې په مقابل کې ښه ولوبېدل.
د دغې ورځې په وروستۍ لوبې کې کولمبیا بیا ګانا ته یو-صفر ماتې ورکړه.
د دغو سیالیو د ۱۶ لوبډلو مرحله نن پیل کېږي او لومړۍ لوبه یې د مراکش او کاناډا ترمنځ ده. کاناډا د دغو سیالیو یو کوربه هېواد دی.