مکسیکو او فرانسې د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده

د فوټبال په نړیوال جام کې مکسیکو او فرانسې د سه شنبې په ورځ (جون ۳۰) وکولای شول چې خپلو سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړي او د جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومومي.

د جام ګډ کوربه مکسیکو په مکسیکو ښار کې اکوادور ته ۲-۰ ماتې ورکړه او په دې جام کې یې په پرله‌پسې توګه خپله څلورمه لوبه هم بې له ګول خوړلو پای ته ورسوله.

مکسیکويي هولیان کوینونیس د لوبې په ۲۲مه دقیقه کې او راول هیمینز په ۳۱مه دقیقه کې ګولونه ووهل.

دا د ۱۹۸۶ کال راهیسې د نړیوال جام په حذفي پړاو کې د مکسیکو لومړنۍ بریا ده، چې په هغه کال یې هم د جام د سیالیو کوربه توب کاوه.

مکسیکو اوس د یکشنبې په ورځ د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې له انګلنډ یا کانګو دیموکراتیک جمهوریت سره مخامخ کېږي، او دا لوبه به هم په مکسیکو ښار کې ترسره شي.

اکوادور، چې تېره اوونۍ یې په ګروپي پړاو کې جرمني ته ماتې ورکړې وه او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته یې لار موندلې وه، ونه توانېد چې د مکسیکو د لوبې چټک پیل مهار کړي.

د اکوادور پیېرو هینکاپي ته د لوبې د دویمې نیمایي په اضافي وخت کې سور کارت ورکړل شو، ځکه چې هغه د مکسیکو د سانتیاګو هیمینیز سره د لفظي شخړې پر مهال خپله خوله پټه کړې وه.

په روان نړیوال جام کې فرانسه او مکسیکو تراوسه یوازنۍ دوه لوبډلې دي چې په پرله پسې ډول څلور لوبې ګټي او ارجنټاین به د جمعې په ورځ د کېپ ورډ پر وړاندې د بري په صورت کې له دوی سره یوځای شي.

د فرانسې بری

فرانسې د سه شنبې په ورځ د امریکا د باسټن په ښار کې د کیلیان امباپې د دوو ګولونو په مټ سویډن ته ۳-۰ ماتې ورکړه.

امباپې چې ۲۷ کلن دی، له دې دوو ګولونو سره په نړیوالو جامونو کې د ارجنټایني لیونل میسي د ۱۹ ګولونو له ریکارډ څخه یوازې یو ګول وروسته دی او د روان نړیوال جام د غوره ګول وهونکو په جدول کې هم د شپږو ګولونو په لرلو له میسي سره برابر شوی دی.

له سویډن څخه د لوبې له ګټلو وروسته، دغه فرانسوي ستوري وویل چې تمرکز یې د زیاتو ګولونو وهلو د ریکارډ پر ځای، په دې دی چې د جولای په ۱۹مه نیټه نړیوال جام پورته کړي.

د اتو غوره لوبډلو پړاو ته د تګ لپاره فرانسه اوس له پاراګوای سره لوبه لري.

پاراګوای د دوشنبې په ورځ د ۳۲ غوره لوبډلو په پړاو کې له جرمني سره په لوبه کې دفاعي تګلاره غوره کړه جرمني یې چې څلور ځله یې اتلولي ګټلې، د پنالټي په شوټونو له سیالیو بهر کړ. له همدې امله لږ احتمال شته چې دغه لوبډله د شنبې په ورځ په فلاډلفیا کې د فرانسې پر وړاندې یرغلیزه لوبه ترسره کړي.

امباپې ویلي چې فرانسه به هېڅ سیاله لوبډله کمزورې ونه ګڼي او د پاراګوای پر وړاندې به بشپړ چمتووالی ونیسي.