د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پیټ هګسیټ وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د «کړکیچن خروج» په اړه د تحقیقاتو موندنې به ژر خپرې شي.
یوه ځانګړې ډله په دې اړه تحقیقات کوي چې مشري د دفاع وزارت ویاند شان پارنل کوي.
ښاغلي هګسیټ د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (ثور۲۹) د امریکا له فاکس نیوز سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو مسئله «جدي» ګڼي او په دې اړه به موندنې ښايي «سبا او یا چهارشنبه خپرې» شي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ پر مخ ځو، موږ یې مومو او موږ پلټنه کوو.»
د متحدو ایالتونو ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل. د جمهوریت غوښتونکو ګوند استازي له افغانستان څخه د ځواکونو «ګډوډ وتل یو کړکیچ» بولي، خو مخکني ولسمشر جوبایډن په وار وار له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو د پرېکړې ننګه کړې وه او هغه یې یو بریالی ماموریت بللی و.
خو د امریکا ددفاع وزیر پیټ هګسیټ زیاته کړه: «هغوی چې د خروج مسئولین دي، دقیقا حساب او کتاب به ورسره وشي.»
هګیسټ دا احتمال هم رد نه کړ چې ممکن دا تحقیقات تر بل کال پورې روان وي. هغه وايي: «دا پروسه وخت نیسي، ځینې معلومات محرم دي او باید یې په اړه مرکې وشي».
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ نېټه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوایي ډګر مخې ته یو ځانمرګی وشو، په برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او څه باندې ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو او مسولیت یې هم د داعش ډلې اخیستی و. د داعش-خراسان ډلې ادعا کړې وه، چې دا برید هغوی کړی دی.